Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په تړاو خبرې کړي

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په تړاو خبرې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/17

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي پاکستان ته تللی او هلته یې په ایران کې د جوړېدونکې ناستې په تړاو له پاکستاني لوري د سلامشورو او وړاندیزونو ترڅنګ پر بېلابېلو مسايلو خبرې کړي.

قمي په دې سفر کې د پاکستان له بهرینو چارو سرپرست وزیر او دغه راز له خپل پاکستاني سیال اصف علي خان دراني سره د افغانستان د وضعیت په تړاو خبرې کړي او په افغانستان کې سوله اوثبات یې د ګاونډ او سیمې له ثبات سره تړلی بللی دی.

قمي وايي، په دې ناسته کې پاکستاني لوري هوکړه کړې، چې د سيمې هېوادونو په محوریت به د تماس ډله جوړوي، څو د وضعیت د سمون لپاره په افغانستان کې له اوسنیو چارواکو سره خپل وړاندیزونه شریک کړي.

هغه زیاته کړې:« په دې ناسته پر دې ټینګار وشو، چې د سیمې سوله او ثبات د افغانستان له سولې او ثبات سره تړلې او هغه څه چې د سولې له ټینګښت سره مرسته کولی شي، د ګاونډیو هېوادونو پر محوریت د سیمه‌ییزو نوښتونه رامنځته کول دي. په دې ناسته کې پر ګډه هوکړه وشوه، چې ګاونډي هېوادونه د افغانستان اړوند د سیمې تماس ډلې اصلي برخه دي، چې خپل رغوونکي وړاندیزونه به د افغانستان حکومت ته وسپاري.»

د دې ترڅنګ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د حسن کاظمي قمي پر مشرۍ له ایراني پلاوي سره په دې لېدنه کې جليل عباس جېلاني د یوه سوله‌ییز او با ثباته افغانستان او دغه راز په دې برخه کې يې د سيمې هېوادونو د ګډې همکارۍ پر زیاتوالي ټینګار کړی.

د وزارت په خبره، قمي په دې سفر کې له خپل پاکستاني سیال اصف دراني سره د افغانستان وضعیت او ترڅنګ یې سیمه‌ییزې سولې ته د رسېدو لپاره د خبرو اترو او ډیالوګ پر اړتیا خبرې کړي.

یاد وزارت زیاته کړې:« په دې لېدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د سوله‌ییز او باثباته افغانستان پر ژمنتیا سربېره د سیمې د ټیکاو په تړاو د همکارۍ پر زیاتوالي ټینګار وکړ. نوموړي دغه راز سولې او ثبات ته د سیمې د رسېدو په برخه کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو پر حیاتي رول هم ټینګار وکړ.»

شنونکي د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ د تماس ډلې جوړېدل د اندېښنو د شریک کولو او ګډو ستونزو ته د حل لارو موندلو لپاره مهم ګڼي خو ټینګار لري چې باید د ټولو خواوو ګټې په کې په نظر کې نیول شوي وي.

په ایران او پاکستان کې وروستیو وسله والو بریدونو ته په پام اوس شنونکي په دې نظر دي چې ښايي په دې یادو هېوادونو کې د داعش پراخ تحرکات یاد هېوادونه د ګډ دریځ نیولو او د حل لارو موندلو ته اړ کړي وي.

د سیاسي چارو شنونکی نازکمیر زیارمل وايي:« ایران هڅه کوي چې داسې یوه سیمه ییزه ټولنه رامنځته کړي چې له هغې سره خپلې اندېښنې هم مطرح کړی شي او دغه بحران د مخنیوي یا د داعش مهار کولو لپاره یوې ګډې ستراتیژۍ ته سره ورسېږي.»

د سیاسي چارو کارپوه ادریس ځاځی بیا وايي: « دهېوادونو ترمنځ او په ځانګړي ډول د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ د تماس ډلې جوړېدل زه په نیک پال نیسم. خو په دې صورت چې ګټې مشترکې وي، یوازې د یوه هېواد ګټې په کې نغښتې نه وي. دلته د افغانستان د ګټو په تړاو هم باید غور وشي.»

پاکستان ته د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي سفر داسې مهال دی چې د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر په رسمي سفر ایران ته تللی او هلته یې د دوه اړخیز مسائلو پر سر د خبرو ترڅنګ د افغانستان په تړاو یې هم خبرې کړي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، په دې لېدنه کې د هند او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د چابهار بندر په تړاو د اوږدمهاله همکاریو د چوکاټ په رامنځته کولو خبرې شوي چې له مخې به یې هند د یاد بندر پراختیایي پروګرام پلی کوي چې اصلي موخه یې د ایران له لارې افغانستان ته د سویل ختیځې اسیا د مالونو لېږد اسانتیا ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist