Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیلزاد: د سولې هوکړې پاتې مرحلې به شرایطو ته په کتو عملي کړو

admin by admin
2020/07/14

امریکا وایي له طالبانو سره د شوې هوکړې پاتې مراحل به شرایطو ته په کتو عملي کېږي.

 د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ټوېټ پیغامونو کې په سمنګانو کې د طالبانو موټربم برید غندلی دی او په خبره یې دا د هوکړې خلاف کړنه ده. 

دده په خبره د طالبانو دغه ډول کړنې به هغه کړۍ پیاوړې کړې چې د سولې مخالفې دي او همدا راز د تاوتریخوالي کمول د سولې هوکړې مهم شرط دی. 

خلیلزاد ویلي له دې وروسته به شرایطو ته په کتو د سولې هوکړې پاتې برخې عملي کېږي. 

نوموړي ویلي د زندانیانو د خلاصون، تاوتریخوالي د کمولو او بین الافغاني خبرو د پیلولو لپاره به خپل فشارونه ډېر کړي. 

هغه همدا راز ویلي چې د سولې هوکړې لومړۍ ۱۳۵ ورځې پوره شوې دي او امریکا پوره هڅه کوي چې دغه هوکړه عملي شي.

دده په خبره سرتېري کم شوي دي، له نظامي اډو به وځي او د سولې هوکړې پاتې مرحلې به عملي کوي.

له دې سره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل امریکایي سیال مایک پمپیو سره د افغانستان په تړاو ټیلیفوني خبرې کړې دي.

. دوی د افغانستان د سولې او همدا راز ټاکنو اوامنیت وضعیت په اړه خبرې کړې دي. روسیې ویلي دوی په افغانستان کې د سولې او ثبات د راتګ ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي.

بلخوا مایک پمپیو هم ویلي چې مسکو او واشنګټن باید په سیمه کې د تاوتریخوالی او بې ثباتیو له کمولو سره همکاري وکړي او د افغانستان په ګډون په سوریه او نورو هېوادونو کې د جګړو په پای ته رسولو کې رغنده رول ولوبوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist