د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې اوونۍ له ناستې وروسته، اوس یاد سازمان د افغانستان په تړاو د یوې بلې ناستې د جوړېدو لپاره تیاری نیولی دی.
د ملګرو ملتونوعمومي منشي ویاند مرستیالې سټېفن ټرمبلي، د دې سازمان په خبري ناستې کې که څه هم د دې ناستې د کره نېټې په تړاو څه نه دي ویلي خو اصلي موخه یې د ځانګړو استازو د خپلواکو ارزونو لپاره د نړیوالې اجماع رامنځته کول او د دوی پر وړاندیزونو بحث ښودلی دی.
سټېفن ټرمبلي دغه راز ویلي، د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان لپاره د دې سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سنیرلي اوغلو ماموریت د غونډې د چمتووالي او د اړونده رایه ورکولو د ملاتړ په موخه د فبرورۍ تر وروستۍ نېټې غځولی دی.
هغې زیاته کړې:« زه غواړم ووایم چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي هوډ لري په یوه مناسب وخت کې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو دویمه ناسته ترسره کړي. زه دا مهال د دې ناستې د کره نېټې لپاره څه نه وایم؛ خو دغه ناسته به د یوې نړیوالې اجماع رامنځته کول وي چې د خپلواکو ارزونو په وړاندیزونو بحث کوي.»
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، دغه ډول ناستې هغه وخت محسوسې پایلې لرلی شي چې د افغان حکومت رسمي استازی په کې ګډون ولري او د ټولو هغو ناستو برخوال وي چې د افغانستان پر محوریت راڅرخي.
مجاهد زیاتوي : « د افغانستان په تړاو غونډې او ناستې هغه وخت ښه پایله لرلی شي، چې افغانستان په جریان کې وي، د غونډې برخوال وي او د خپل نظام او ملت استازیتوب وکړي، په دې صورت کې هم مثبته پایله لري او هم یې پرېکړه اغېزناکه تمامېږي.»
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې اند دي چې د سرپرست حکومت چارواکي باید د ملګرو ملتونو ورته ناستې بابیزه ونه ګڼي او د هراړخیزو اصولو له رعایت سره د دوی مشروع غوښتنو او وړاندیزونو ته مثبت ځواب ووايي.
د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « کاشکې طالبان دغه فرصت له لاسه ورنه کړي او افغانستان د جنګونو نه؛ بلکې د سولې او امن په ډګر بدل کړي، داسې ټولګډونه نظام جوړ کړي چې ټول افغانان په کې ځان وګوري او له نړیوالو سره د مشروعیت او تعامل لاره خپله کړي.»
بل پلو بیا یو شمېر نور پر ملګرو ملتونو او د دې غوندو په ترسره کوونکو له دې کبله نیوکه لري چې د افغانانو او د موجوده حکومت له استازو پرته په یو اړخیر ډول په کې پرېکړې کیږي.
د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري وايي: « هغه ناستې چې د ملګرو ملتونو په سازمان او بېلابېلو هېوادونو کې ترسره کېږي او د افغانستان استازی په کې موجود نه وي؛ نو هېڅ ګټورې او اغېزناکې نه تمامېږي. تر دې دمه چې هر څومره ناستې ترسره شوې د افغانستان خلکو ته یې هېڅ کومه ګټه نه ده رسېدلې.»
ملګري ملتونه په نږدې راتلونکې کې داسې مهال د ناستې د جوړلو خبر ورکوي چې همدا تېره اوونۍ هم د دې سازمان امنیت شورا د خپل ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سنیرلي اوغلو د ځانګړي راپور په هکله د ارزونې ناسته ترسره کړې وه او په کې افغانستان ته د یوه نوي ځانګړي استازي د استولو پرېکړه لیک یې تصویب کړ.
اسلاميامارت ددې پرېکړه لیک غندنه وکړه او د یوناما فعاله شتون کې یې د افغانستان لپاره د بل ځانګړي استازي ګومارنه غیر ضروري عمل بللی دی.