Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت یو ځل بيا  ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ورکړې غوښتنه کړې

Ecuador's President Guillermo Lasso Mendoza addresses the 78th United Nations General Assembly at U.N. headquarters in New York, U.S., September 20, 2023. REUTERS/Caitlin Ochs

ملګري ملتونه د افغانستان په تړاو د ځانګړو استازو ناسته جوړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/07

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې اوونۍ له ناستې وروسته، اوس یاد سازمان د افغانستان په تړاو د یوې بلې ناستې د جوړېدو لپاره تیاری نیولی دی.

د ملګرو ملتونوعمومي منشي ویاند مرستیالې سټېفن ټرمبلي، د دې سازمان په خبري ناستې کې که څه هم د دې ناستې د کره نېټې په تړاو څه نه دي ویلي خو اصلي موخه یې د ځانګړو استازو د خپلواکو ارزونو لپاره د نړیوالې اجماع رامنځته کول او د دوی پر وړاندیزونو بحث ښودلی دی.

سټېفن ټرمبلي دغه راز ویلي، د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان لپاره د دې سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سنیرلي اوغلو ماموریت د غونډې د چمتووالي او د اړونده رایه ورکولو د ملاتړ په موخه د فبرورۍ تر وروستۍ نېټې غځولی دی.

هغې زیاته کړې:« زه غواړم ووایم چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي هوډ لري په یوه مناسب وخت کې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو دویمه ناسته ترسره کړي. زه دا مهال د دې ناستې د کره نېټې لپاره څه نه وایم؛ خو دغه ناسته به د یوې نړیوالې اجماع رامنځته کول وي چې د خپلواکو ارزونو په وړاندیزونو بحث کوي.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، دغه ډول ناستې هغه وخت محسوسې پایلې لرلی شي چې د افغان حکومت رسمي استازی په کې ګډون ولري او د ټولو هغو ناستو برخوال وي چې د افغانستان پر محوریت راڅرخي.

مجاهد زیاتوي : «  د افغانستان په تړاو غونډې او ناستې هغه وخت ښه پایله لرلی شي، چې افغانستان په جریان کې وي، د غونډې برخوال وي او د خپل نظام او ملت استازیتوب وکړي، په دې صورت کې هم مثبته پایله لري او هم یې پرېکړه اغېزناکه تمامېږي.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې اند دي چې د سرپرست حکومت چارواکي باید د ملګرو ملتونو ورته ناستې بابیزه ونه ګڼي او د هراړخیزو اصولو له رعایت سره د دوی مشروع غوښتنو او وړاندیزونو ته مثبت ځواب ووايي.

 د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « کاشکې طالبان دغه فرصت له لاسه ورنه کړي او افغانستان د جنګونو نه؛ بلکې د سولې او امن په ډګر بدل کړي، داسې ټولګډونه نظام جوړ کړي چې ټول افغانان په کې ځان وګوري او له نړیوالو سره د مشروعیت او تعامل لاره خپله کړي.»

بل پلو بیا یو شمېر نور پر ملګرو ملتونو او د دې غوندو په ترسره کوونکو له دې کبله نیوکه لري چې د افغانانو او د موجوده حکومت له استازو پرته په یو اړخیر ډول په کې پرېکړې کیږي.

 د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري وايي: « هغه ناستې چې د ملګرو ملتونو په سازمان او بېلابېلو هېوادونو کې ترسره کېږي او د افغانستان استازی په کې موجود نه وي؛ نو هېڅ ګټورې او اغېزناکې نه تمامېږي.  تر دې دمه چې هر څومره ناستې ترسره شوې د افغانستان خلکو ته یې هېڅ کومه ګټه نه ده رسېدلې.»

ملګري ملتونه په نږدې راتلونکې کې داسې مهال د ناستې د جوړلو خبر ورکوي چې همدا تېره اوونۍ هم د دې سازمان امنیت شورا د خپل ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سنیرلي اوغلو د ځانګړي راپور په هکله د ارزونې ناسته ترسره کړې وه او په کې افغانستان ته د یوه نوي ځانګړي استازي د استولو پرېکړه لیک یې تصویب کړ.

اسلامي‌امارت ددې پرېکړه لیک غندنه وکړه او د یوناما فعاله شتون کې یې د افغانستان لپاره د بل ځانګړي استازي ګومارنه غیر ضروري عمل بللی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist