Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/18

په داسې حال کې چې پاکستان په قبايلي سيمو کې د ناامنۍ له امله په کراتو افغانستان ته د پړې ګوته نيولې، خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، ۴۳ تنه پاکستاني وګړي چې په افغانستان کې يې د ترهګريزو بريدونو د ترسره کولو اراده درلوده، نيولي دي.

د مجاهد په خبره، دا کسان له دقيق تشخيص وروسته داسې مهال نيول شوي، چې له ډېورنډ فرضي کرښې د افغانستان حدودو ته داخل شوي وو او له هغه ځايه يې د کابل په ګډون يو شمېر ولايتونو ته د تګ هڅه کوله.

مجاهد زیاتوي: « د بېلا‌بېلو هېوادونو اتباع په تېر کال کې نیول شوي او وژل هم دي، چې داعش سره یې کار کاوه، پټن ځایونه یې درلودل یا یې عملیات کول یا یې کله کله د بریدونو تابع درلوده چې هدف ته تر رسېدو وړاندې نیول شوي او په دې کې پاکستانیان هم ول. عمومي مالومات چې موږ یې لرو دغسې سلګونه کسان نیول شوي. په تېر کال چې ۴۳ کسان په کې پاکستاني اتباع ول.»

د پوځي چارو کارپوهان وايي، له دې دا جوتېږي چې په پاکستان کې مېشتې ترهګرې ډلې هڅې کوي په افغانستان کې امنيت خراب کړي.

د دوی په خبره، سرپرست حکومت دې د يادو ډلو پر وړاندې څار زيات او په افغانستان کې دې يې د فعاليت مخه ونېسي.

 د پوځي چارو کارپوه محمدمتین محمدخېل وایي: « دا پاکستان دی چې غلطه ستراتیژي او پالېسي تعقیبوي او غواړي له خپلو ټولو ګاونډيانو سره سمه اړیکه ونه لري، لکه تاسې چې ولیدل دوی خپله دا اقرار وکړ چې موږ له ګاونډیانو سره ښې اړیکې نه دي پاللي، دا خبره خپله نواز شریف وکړه له عمان، ایران سره هم همداسې دي؛ نو دا پاکستان دی چې له ګاونډيانو سره ښې اړیکې نه پالي.»

خو ځيني نور بيا باور لري چې په پاکستان کې بېلابېلې ترهګرې ډلې شتون لري او دا ډلې هڅه کوي چې د دې هېواد له اشارې سره سم په افغانستان کې عمل وکړي.

دوی ټينګار کوي چې سرپرست حکومت دې په افغانستان کې د يادو ډلو د فعاليت مخنيوي په موخه له پاکستان سره خبرې وکړي او اجازه نه دې نه ورکوي چې په پاکستان کې مېشتې ترهګرې ډلې په افغانستان کې امنيت خراب کړي.

د پوځي چارو کارپوه صادق شینواری وايي: « ترهګرې ډلې په پاکستان کې روزل کېدې او اوس مهال په پاکستان کې نږدې تر ۷۲ زیاتې ترهګرې ډلې شته دي چې ۴۵ په کې فعالې دي او خپل فعالیتونه ترسره کوي او ۳۵ ډلې له داعش سره بشپړې اړیکې لري.»

د اسلامی امارت چارواکي وایي، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چی امنیتي وضیعت ګډوډ کړي او یا هم د افغانستان له خاوری نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

دوی ډاډ ورکوي چې د ناامنۍ د عناصرو پر وړاندې يې عمليات ترسره کړي او د دوی د فعاليت بشپړ مخنيوی يې کړی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist