د ملګرو ملتونو خوړو نړیوال پروګرام نړۍ د لوږې او بېوزلۍ لوړېدونکې کچې په اړه اندېښنه ښودلې او د تازه موندنو له مخې يې، دا مهال په نړۍ کې ۷۸۳ ميليونه کسان د بېوزلۍ له امله کافي خواړه نه لري.
د خوړو نړيوال پروګرام ويلي، د يادو شمېر له ډلې د افغانستان په شمول په ۵۲ هېوادونو کې ۴۷ ميليونه کسان بيا له شديدې او سختې لوږې سره مخ دي.
یاد پروګرام زیاته کړې:« په ټوله نړۍ کې ۷۸۳ میلیونه خلک کافي خواړه نه لري او ۴۷ میلیونه نور بیا په ۵۴ هېوادونو کې له شدیدې اوسختې لوږې سره مخ دي. د یمن، سوېلی سوډان، اېتوپیا او نایجریا ځينې برخې قحطۍ ته نږدې او یا هم له قحطۍ سره مخ دي.»
د خواړو نړیوال پروګرام د راپور له مخې، افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې دی چې خلک یې له سختې بېوزلې سره لاس او ګریوان دي.
د اقتصادي چارو شنونکي بیا په دې باور دي چې نړۍ باید له افغانستان سره خپلې مرستې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په موخه زیاتې کړي.
دوی وايي، د افغانستان لپاره د نړيوالو له لوري نغدي مرستو پر ځای باید کاري فرصتونه برابر شي څو وکولی شي په دوامداره توګه پر ځان بسيا شي.
د اقتصادي چارو شنونکی رحیم الله مرجان وايي: « ۴۷ مېلیونه وګړي له اقتصادي فقر یا له لوږې سره مخ دي چې په دې کې افغانستان هم شامل دی. په رېښتیا هم د افغانستان ګڼ شمېر اوسېدونکي له لا زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ورځ تر بلې د دوی ستونزې زیاتېږي. له یوې خوا افغانستان ته د کډوالو راتګ چې هغه کډوال دي، هلته هم له اقتصادي ستونزو سره مخ وو او دلته هم ورسره مخ دي؛ نو په کار ده چې افغانستان سره زیاتې مرستې وشي او زما په نظر دوی باید د هغو سکټورونو په برخه کې خپلې مرستې وکړي چې د بې وزلو ستونزې په دایمي ډول ختمې شي.»
خو اقتصاد وزارت وایي، په هېواد کې د فقر ددایمي له منځه وړلو لپاره پر داسې تګلارو کار کوي چې له مخې به یې په ډېرو برخو کې ګڼو افغانانو ته کاري فرصتونه برابر شي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معين عبداللطیف نظري وايي: « د فقر د دایمي له منځه وړلو لپاره د اقتصاد وزارت برنامې د زیربنايي او بنسټيزو پروژو ملاتړ کول دي او په داسې پروژو باندې کار کوي چې کاري زمینې برابرې کړي او وکولی شي خلکو ته د کار په برخه کې ګټورې تمامې شي او په تدریجې ډول فقر له افغانستانه ختم کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې نورو نړیوالو بنسټونو د نورو هېوادونو په ګډون په افغانستان کې هم د فقر کچه مخ په زیاتېدو بللې او له نړيوالو مرستندویه بنسټونو یې غوښتي چې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي ترڅو د بې وزلۍ روان وضعیت کابو شي.