Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوړو نړیوال پروګرام : افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ کافي خوړو ته لاسرسی نه لري

د خوړو نړیوال پروګرام نړۍ کې د لوږې زياتېدو په اړه اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/13
د ملګرو ملتونو خوړو نړیوال پروګرام نړۍ د لوږې او بې‌وزلۍ لوړېدونکې کچې په اړه اندېښنه ښودلې او د تازه موندنو له مخې يې، دا مهال په نړۍ کې ۷۸۳ ميليونه کسان د بې‌وزلۍ له امله کافي خواړه نه لري. د خوړو نړيوال پروګرام ويلي، د يادو شمېر له ډلې د افغانستان په شمول په ۵۲ هېوادونو کې ۴۷ ميليونه کسان بيا له شديدې او سختې لوږې سره مخ دي. یاد پروګرام زیاته کړې:« په ټوله نړۍ کې ۷۸۳ میلیونه خلک کافي خواړه نه لري او ۴۷ میلیونه نور بیا په ۵۴ هېوادونو کې له شدیدې اوسختې لوږې سره مخ دي. د یمن، سوېلی سوډان، اېتوپیا او نایجریا ځينې برخې قحطۍ ته نږدې او یا هم له قحطۍ سره مخ دي.» د خواړو نړیوال پروګرام د راپور له مخې، افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې دی چې خلک یې له سختې بېوزلې سره لاس او ګریوان دي. د اقتصادي چارو شنونکي بیا په دې باور دي چې نړۍ باید له افغانستان سره خپلې مرستې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په موخه زیاتې کړي. دوی وايي، د افغانستان لپاره د نړيوالو له لوري نغدي مرستو پر ځای باید کاري فرصتونه برابر شي څو وکولی شي په دوامداره توګه پر ځان بسيا شي. د اقتصادي چارو شنونکی رحیم الله مرجان وايي: « ۴۷ مېلیونه وګړي له اقتصادي فقر یا له لوږې سره مخ دي چې په دې کې افغانستان هم شامل دی. په رېښتیا هم د افغانستان ګڼ شمېر اوسېدونکي له لا زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ورځ تر بلې د دوی ستونزې زیاتېږي. له یوې خوا افغانستان ته د کډوالو راتګ چې هغه کډوال دي، هلته هم له اقتصادي ستونزو سره مخ وو او دلته هم ورسره مخ دي؛ نو په کار ده چې افغانستان سره زیاتې مرستې وشي او زما په نظر دوی باید د هغو سکټورونو په برخه کې خپلې مرستې وکړي چې د بې وزلو ستونزې په دایمي ډول ختمې شي.» خو اقتصاد وزارت وایي، په هېواد کې د فقر ددایمي له منځه وړلو لپاره پر داسې تګلارو کار کوي چې له مخې به یې په ډېرو برخو کې ګڼو افغانانو ته کاري فرصتونه برابر شي. د اقتصاد وزارت مسلکي معين عبداللطیف نظري وايي: « د فقر د دایمي له منځه وړلو لپاره د اقتصاد وزارت برنامې د زیربنايي او بنسټيزو پروژو ملاتړ کول دي او په داسې پروژو باندې کار کوي چې کاري زمینې برابرې کړي او وکولی شي خلکو ته د کار په برخه کې ګټورې تمامې شي او په تدریجې ډول فقر له افغانستانه ختم کړي.» دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې نورو نړیوالو بنسټونو د نورو هېوادونو په ګډون په افغانستان کې هم د فقر کچه مخ په زیاتېدو بللې او له نړيوالو مرستندویه بنسټونو یې غوښتي چې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي ترڅو د بې وزلۍ روان وضعیت کابو شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist