Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کرونا ویروس؛ کابل کې سلګونو کسانو د حکیم الکوزي په ملاتړ لاریون کړی

admin by admin
2020/05/31

د کابل ښار د کارته مامورینو په څلورلارې کې سلګونو هغو کسانو اعتراض پيل کړی چې د حکیم الکوزي درملو پسې ورغلي و.

دغه کسان د الکوزي هڅې ستایې او له حکومت غوښتنه کوي چې الکوزي ته اجازه ورکړي چې د کرونا ویروس مخنیوي په نوم درمل پر دوی ووېشي.

د الکوزي دفتر وایي چې دوی تیار درمل لري خو عامې روغتیا وزارت ورته لارښوونه کړې چې د درملو وېش لړۍ ودروي.

عامې روغتیا وزارت تېره ورځ ددغه روغتیایي مرکز چارې وځنډولې.

عامې روغتیا وزارت ویلي و دغه روغتیایي مرکز د فعالیت جواز نه لري او د کرونا مخنیوي لپاره په کې تدابیر نه دي نیول شوي.

روغتیا وزارت د هغو درملو ازمایل هم پیل کړي چې حکیم الکوزی یې د کرونا مخنیوي درمل بولي.

الکوزي ادعا کړې چې جوړ شوي درمل یې کرونا لمنځه وړي خو د دغو درملو د ترکیب په تړاو څه نه وای.

له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح نن یوې خبرې ناستې ته د نوم اخېستلو پرته وویل چې عامې روغتیا وزارت چاته اجازه نه ورکوي چې په خپل سري ډول د کرونا درمل جوړ او خلکو ته ووېشي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۵ زره او ۲۰۵ ته رسیدلی دی.

د عامې ورغتیا وزارت وایي، په تېرو څلروېشت ساعتونو کې د کرونا ۶ سوه ۸۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ورسره په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۵ زره ۲ سوه ۲۵ ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح وایي، په تېرو څلروېشت ساعتونو کې ۸ کسان له کرونا مړه دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist