Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عبدالله: د بین الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه برابره شوې ده

admin by admin
2020/05/30

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي چې د طالبانو او افغان حکومت لخوا د درې ورځني اوربند په اعلان سره د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره زمینه برابره شوې ده.

عبدالله عبدالله نن د غرمې وړاندې یوې خبرې ناستې ته وویل چې هغه د مصالحې د عالي شورا د مشر په توګه نن رسما خپله دنده پیل کړي ده او د دغه شورا د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته چمتو ده.

عبدالله عبدالله زیاته کړه چې د مذاکراتو د پیل څخه وړاندي د باور فضا رامنځته کولو لپاره اوربند ته اړتیا ده.

د مصالحې د شورا مشر په خپلو خبرو کې د افغان حکومت او طالبانو له لورې د بندیانو تبادلې په تړاو وویل چې د بندیانو د خلاصون لړۍ تر دې دمه ښه روانه ده او دا چاره ښه نیت څرګند وي.

د مصالحې عالي شورا  مشر عبدالله عبدالله دغه راز وویل چې راتلونکې اونۍ به د دغې شورا تشکیل بشپړ شي او د شورا په جوړښت کې به د ټولو افغانانو استازولي په پام کې ونیول شي.

د مصالحې د شورا مشر دغه راز ټینګار وکړ چې د بندیانو د تبادلې دوام او د بین الافغاني خبرو پیل افغانانو لپاره ښه زیری دی او باید د مساعد شویو شرایطو څخه ګټه پورته شي.

عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د سولې په پروسه کې پرمختګ په دواړو خواو (افغان حکومت او طالبان) پورې اړه لري او د دواړو لورو وروستیو اقداماتو د خبرو اترو د پیل لپاره ښه شرایط برابر کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist