د کورنيو چارو سرپرست وزير سراجالدين حقاني د حکومت له لوري د ولسي باور پر ترلاسه کولو ټينګار کوي او زياتوي، اړتيا ده چې د خلکو له لوري د عقدې پر ځای باور جوړولو ته کار وشي.
نوموړي پکتيا په شواک ولسوالۍ کې د يوه جامع جومات د پرانېستې پرمهال ویلي، په اوسنيو شرايطو کې عام ولس د نرمۍ غوښتنه کوي او د ولس دې غوښتنې د پوره کېدو لپاره بايده ده چې له يوه بل سره له دوښمنۍ لاس پر سر او د يووالي پاليسي اختيار شي.
حقاني زیاتوي:« د یو بل پر ضد باندې دوښمنۍ مه کوئ. موخه مو دا ده چې باور رامنځته شي، زموږ او تاسو دا پایه کلکه شي. له ذهنه مو دا شان ووځي چې فلانی د فلاني کس دی. نه! ټول د یوه افغانستان خلک یو. د یوې عقېدې خلک یو.»
د پکتيا د والي مرستيال وايي، د خلکو ستونزې يې درک کړي او د پراختيايي پروژو په پلې کولو سره يې د حل هڅې کوي.
خو د کورنيو چارو سرپرست وزير بيا د خلکو ستونزو ته پر رسيدنې د ټينګار ترڅنګ وايي، د يووالي لپاره بايد د نيت کمولو پر ځای اخلاص کولو ته لومړيتوب ورکړل شي.
د حقاني په خبره، دامهال د مخکېني حکومت ملکي کارکوونکي لاهم په حکومتي چوکاټ کې پر لوړو بستونو کار کوي او د حکومت چارې يې روانې کړې دي.
هغه زیاتوي:« د تېر جمهوریت ۵۰۰ زره کسان د اسلامي امارت معاش اخلي، په ټولو لوړ رتبه بستونو کې دوی موجود دي، مجاهدین ډېر کم دي.»
په همدې حال کې يو شمېر قومي مشرانو هم د بيا رغونې په برخه کې د اوسني حکومت هڅې وستايلې او ټينګار يې وکړ چې د خلکو د ستونزو حل په موخه دې حکومت د فرعي مسايلو پر ځای پر پراختيايي چارو تمرکز زيات کړي.