Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کورنیو چارو وزارت سرپرست هېوادوالو ته د اختر په شپو ورځو کې د ډاډمن امنیت ډاډ ورکړی

سراج الدین حقاني: د یو بل پر وړاندې باید له دوښمنۍ لاس واخېستل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/11

د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني د حکومت له لوري د ولسي باور پر ترلاسه کولو ټينګار کوي او زياتوي، اړتيا ده چې د خلکو له لوري د عقدې پر ځای باور جوړولو ته کار وشي.

نوموړي پکتيا په شواک ولسوالۍ کې د يوه جامع جومات د پرانېستې پرمهال ویلي، په اوسنيو شرايطو کې عام ولس د نرمۍ غوښتنه کوي او د ولس دې غوښتنې د پوره کېدو لپاره بايده  ده چې له يوه بل سره له دوښمنۍ لاس پر سر او د يووالي پاليسي اختيار شي.

حقاني زیاتوي:« د یو بل پر ضد باندې دوښمنۍ مه کوئ. موخه مو دا ده چې باور رامنځته شي، زموږ او تاسو دا پایه کلکه شي. له ذهنه مو دا شان ووځي چې فلانی د فلاني کس دی. نه! ټول د یوه افغانستان خلک یو.  د یوې عقېدې خلک یو.»

د پکتيا د والي مرستيال وايي، د خلکو ستونزې يې درک کړي او د پراختيايي پروژو په پلې کولو سره يې د حل هڅې کوي.

خو د کورنيو چارو سرپرست وزير بيا د خلکو ستونزو ته پر رسيدنې د ټينګار ترڅنګ وايي، د يووالي لپاره بايد د نيت کمولو پر ځای اخلاص کولو ته لومړيتوب ورکړل شي.

د حقاني په خبره،  دامهال د مخکېني حکومت ملکي کارکوونکي لاهم په حکومتي چوکاټ کې پر لوړو بستونو کار کوي او د حکومت چارې يې روانې کړې دي.

هغه زیاتوي:«  د تېر جمهوریت ۵۰۰ زره کسان د اسلامي امارت معاش اخلي، په ټولو  لوړ رتبه بستونو کې دوی موجود دي، مجاهدین ډېر کم دي.»

په همدې حال کې يو شمېر قومي مشرانو هم د بيا رغونې په برخه کې د اوسني حکومت هڅې وستايلې او ټينګار يې وکړ چې د خلکو د ستونزو حل  په موخه دې حکومت د فرعي مسايلو پر ځای پر پراختيايي چارو تمرکز زيات کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist