Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتیا نړیوال سازمان: د افغان کډوالو روغتیايي وضعیت ته د رسېدنې لپاره ۱۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

اڅکزی: له پاسپورت او وېزې پرته هېڅ افغان ته پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه نه ورکوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/04

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو او ورسره د زور زیاتي پر دوام، اوس تازه د یاد هېواد د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزي ویلي، له پاسپورټ او ویزې پرته، ټول افغان کډوالو له دې هېواده وباسي.

د پاکستان  ډاڼ ورځپاڼې د راپور له مخې، جان اڅکزي په خبري کنفرانس کې ویلي، هېڅ افغان کډوال نه شي کولی په افغاني پېژندپاڼه او اړوند نورو اسنادو په پاکستان کې پاتې شي.

اڅکزي زیاته کړې:« له پاسپورټ او وېزې پرته به هېڅ یوه افغان ته پاکستان ته د راتګ اجازه ورنه کړل شي. د دې ترڅنګ ټول هغه افغان کډوال به له دې هېواده اېستلو ته اړ کړل شي، چې ورسره د خپل هېواد پېژندپاڼې او نور اړونده اسناد وي.»

بل پلو سرپرست حکومت په ناڅاپي ډول له پاکستانه د افغان کډوالو پر زوره اېستلو نیوکه کوي او د شړلو پر وخت د دې هېواد د پولیسو له لوري ورسره شوی زور زیاتی او بد چلن د ګاونډیتوب او د نړیوالو اصولو خلاف عمل بولي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان وروستۍ ناامنۍ هلته افغان کډوالو پورې تړل د دې هېواد تېروتنه بولي او له پاکستاني لوري غواړي چې په یوې او بلې پلمې دې د افغان کډوالو ځورونه بنده کړي.

مجاهد زیاتوي:« د پاکستاني شناختي کارتونو د ورکړې په اړه یاد هېواد خپل اصول او قوانین لري چې دا په پام کې نیول کېږي؛ خو موږ غواړو په دې نامه له کډوالو سره څوک زور زیاتی ونه کړي، په نرمۍ دې ورسره چلن وشي، افغانان دې نه زنداني کوي، په ناحقه دې ترې پیسې نه اخلي او نورې بهانې دې ورته نه جوړوي.»

د دې ترڅنګ د چارو یو شمېر شنونکي هم د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان حکومت پالیسي او تګلاره د نړیوالو موازینو خلاف بولي.

دوی وايي، په داسې حال کې چې ژمی په نږدې کېدو دی او په کوردننه هم راستنېدونکو کډوالو ته د ژوند د معیشت د برابرولو لپاره وخت او نور امکانات محدودیږي؛ نو دې ته په پام پاکستان د نړیوالو اصولو په رڼا کې د افغان کډوالو د اېستلو پر تګلارې له سره کتنه وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « د پاکستان حکومت خورا زیات افغان کډوال راووېستل، دوی باید د وري(حمل) په میاشت کې دا کار کړی وای، د ژمي په دا سړه هوا کې چې زموږ خلک تر خېمو لاندې ژوند کوي؛ نو په دې کار سره پاکستان وښوده چې له افغانانو سره قوي دوښمني لري.»             

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د روان ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د افغا کډوالو جبري اېستلو لړۍ پیل کړې او په دې موده کې یې نږدې ۴۰۰ زره افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو د ډیورند فرضي کرښې دې غاړه ته راستانه کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist