Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقاني: د افغانستان اقتصاد د ښه کېدو پر لور روان دی

حقاني: د افغانستان اقتصاد د ښه کېدو پر لور روان دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/03

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د  شنبې پر و رځ د « ۱۴۰۲ کال د لېندۍ پر ۱۱ مه»  د اسلامي نړۍ د ديني عالمانو له پلاوي سره وکتل.

په لېدنه کې حقاني وویل، د افغانستان واک له دیني عالمانو سره دی او په خبره یې  دوی د هېواد پر ګټو ښه پوهېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند شمشاد ته په خبرو کې وویل، د فلسطین پر خلکو  د روان ظلم له امله ټول اسلامي امت ځوریږي او له فلسطینیانو سره مرسته به افغانان ته یو ویاړ وي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: « خلیفه صاحب! د فلسطین شهیدانو ته له دعاګانو وروسته وویل، موږ د فلسطین د مسلمانانو درد احساسوو او د یهودي اشغالګرو د بې عدالتۍ له امله ځورېږو.  سرپرست وزیرهېله وښوده چې د فلسطینیانو د مقاومت په پایله کې به ان شاءالله د فلسطین خاوره د اشغالګرو له منګولو ازاده شي.»

قانع وایي، حقاني دې لېدنه کې د نړۍ علماوو ته ویلي، سرپرست حکومت په تېرو دوه نیمو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې او په  ځانګړې توګه له نشه یي توکو سره مبارزه کې ښیې لاسته رواوړنې لرلي دي.

حقاني زیاته کړې، د افغانستان اقتصاد د هرې ورځې په تېرېدو د ښه کېدو لور ته روان دی او د هېواد د بیارغونې چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.

قانع وايي: « حقاني وویل چې په تېرو دوو کلونو کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه او د روږدو کسانو درملنه په ښه توګه ترسره شوې. امنیت ډاډمن دی، اقتصادي ثبات او پرمختګ د بلې هرې ورځې په تېرېدو وده کوي او د هېواد د بیا رغونې بهیر په چټکۍ سره روان دی.»

د اسلامي هېوادونو د علماوو د پلاوي مشر علي قر داغي په دغه لېدنه کې افغانستان سره د قطر د مرستو له دوام ډاډ ورکړ او زیاته کړه چې د فلسطین درد د ټول اسلامي امت درد دی.

دغه پلاوي همدا راز په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې ځپلو او له پاکستانه د افغان کډوالو د جبرې اېستلو په تړاو اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې په دغه ازموینه کې به سرپرست حکومت بریالي وي.

خو افغانستان ته  د دغه پلاوي سفر څومره اغېزناک تمامیدای شي؟

 د نړیوالو اړیکو کارپوه  واحد فقیري وايي: « له عصري علومو سره چې کومه دوښمني روانه ده دا باید ختمه شي، ترڅو چې  دا دوښمنی روانه وي مسلمانان به هېڅکله له دې ذلت او خوارۍ خلاص نه شي.»

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« له بده مرغه خپله ټول په غربي هېوادونو، امریکا، روسیې او چین پورې تړلې دي او د هغوی سیاستونه پرمخ بیايي.»

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د اسلامي هېوادونو پلاوي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست  سره هم کتلي وه او مولوي امیر متقي په  لېدنه کې ویلي وو، چې افغانستان امن دی او ټینګار یې کړی چې دا لومړی ځل دی چې افغانستان د تېلو د تولید کوونکو هېوادونو په نوملړ کې راځي.

دغه پلاوی وایي، د نړۍ اسلامي عالمان د سرپرست حکومت ترڅنک ولاړ دي او له هېوادونو او اسلامي امته یې غوښتي چې له افغانانو ملاتړ وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist