Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیف دې چلډرین له پاکستانه د راستنو شویو کورنیو ماشومانو ته د خدماتو وړاندې کولو خبر ورکړی

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان: افغان کډوالو سره د پاکستان چلن له بشري حقونو سرغړونه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/30

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د افغان کډوالو د اېستلو په موخه د پاکستان حکومت او ځواکونو يې په دله ‌ييزه توګه ياد کډوال او پناغوښتونکي توقيف کړي، شتمنۍ، څاروي او نور قيمتي توکي يې ترې ضبط کړي دي.

یاد سازمان په خپل تازه راپور کې ادعا کړې، چې پاکستان د روان کال د سپټمبر له نيمايي راهيسي ۳۷۵زرو څخه زيات افغان کډوال پر زور خپل هېواد ته شړلي دي.

د راپور یوه برخه:« د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کنوانسيون ټول هغه اصول تر پښو لاندې کړې، چې د يوه هېواد په توګه يې بايد د کډوالو په وړاندې تطبيق کړي. پاکستان داسې مهال پر زور افغان کډوال وباسي، چې افغانستان په خپله له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.» 

د سیاسي چارو شنونکي د دې سازمان موندنو ته په اشارې سره وايي، پاکستاني چارواکي د دې هېواد سياسي ګوندونو د غوښتنو په اړه بې تفاوته دي او له همدې کبله دغلته د مېشتو افغانانو پر وړاندې زور زياتي ته دوام ورکوي.

دوی له نړيوالې ټولنې غواړي، چې په پاکستان کې دې د افغان کډوالو د حقونو خونديتوب ته معقوله حل لار پيدا کړي.

د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل ځډران وايي: « د نړیوالې ټولنې ادارې په دې اړه ویلي چې دا ظلم دی او ظلم کېږي، زه وایم که د نړیوالې ټولنې هم نه منل کېږي او د ګاونډيو هېوادونو هم او ترڅنګ یې د پاکستان د سیاسیونو خبرې هم نه منل کېږي، نو نړیوال دې مستقیمه لاسوهنه وکړي دا به کډوالو ته ډېره ښه وي، ځکه چې ظلم دی، زیاتی دی په افغانستان کې هوا سړه ده اوس مهال دوی ته اسانتیاوې نه شي برابرېدلی.»

ځينې نور بیا وايي، د بشري حقونو د څار له نړيوال سازمان سربېره د ورته سازمانونو له لوري د پاکستان د چلن غندنه بسنه  نه کوي.

دوی ټينګار کوي چې د غندنې پر ځای دې نړيوال بنسټونه د ژمي په سختو شرايطو کې له افغان  کډوالو سره مرستې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « د سره صلېب نړیوالې ادارې هم وویل چې شاو خوا ۲۸،۸ میلیونه افغانان لومړنیو توکو ته اړتیا لري او همداراز د خوړو نړیوالې ادارې هم غبرګون وښود او پر نړۍ یې غږ وکړ چې له افغان کډوالو یا په ټوله کې له هغو بې وزلو سره چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي مرسته وکړي، نو که چېرته دغه نړیوالې مرستندویه ادارې یا خیریه بنسټونه له کډوالو یا په ټوله کې د افغان بې وزله وګړو سره مرسته وکړي، ښه به دا وي چې اسلامي امارت دغه مرستې ډېرې ښې مدیریت کړي.»

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل راپور کې له امریکا، بریټانیا، جرمني، کاناډا او نورو هغو هېوادونو، چې افغانان په کې د پنا غوښتنې وړانديزونه کړي غوښتي چې د دوی د لېږد پروسې ګړندۍ او پر پاکستان فشار راوړي، چې د بشري حقونو د تامين پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist