د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د افغان کډوالو د اېستلو په موخه د پاکستان حکومت او ځواکونو يې په دله ييزه توګه ياد کډوال او پناغوښتونکي توقيف کړي، شتمنۍ، څاروي او نور قيمتي توکي يې ترې ضبط کړي دي.
یاد سازمان په خپل تازه راپور کې ادعا کړې، چې پاکستان د روان کال د سپټمبر له نيمايي راهيسي ۳۷۵زرو څخه زيات افغان کډوال پر زور خپل هېواد ته شړلي دي.
د راپور یوه برخه:« د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کنوانسيون ټول هغه اصول تر پښو لاندې کړې، چې د يوه هېواد په توګه يې بايد د کډوالو په وړاندې تطبيق کړي. پاکستان داسې مهال پر زور افغان کډوال وباسي، چې افغانستان په خپله له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.»
د سیاسي چارو شنونکي د دې سازمان موندنو ته په اشارې سره وايي، پاکستاني چارواکي د دې هېواد سياسي ګوندونو د غوښتنو په اړه بې تفاوته دي او له همدې کبله دغلته د مېشتو افغانانو پر وړاندې زور زياتي ته دوام ورکوي.
دوی له نړيوالې ټولنې غواړي، چې په پاکستان کې دې د افغان کډوالو د حقونو خونديتوب ته معقوله حل لار پيدا کړي.
د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل ځډران وايي: « د نړیوالې ټولنې ادارې په دې اړه ویلي چې دا ظلم دی او ظلم کېږي، زه وایم که د نړیوالې ټولنې هم نه منل کېږي او د ګاونډيو هېوادونو هم او ترڅنګ یې د پاکستان د سیاسیونو خبرې هم نه منل کېږي، نو نړیوال دې مستقیمه لاسوهنه وکړي دا به کډوالو ته ډېره ښه وي، ځکه چې ظلم دی، زیاتی دی په افغانستان کې هوا سړه ده اوس مهال دوی ته اسانتیاوې نه شي برابرېدلی.»
ځينې نور بیا وايي، د بشري حقونو د څار له نړيوال سازمان سربېره د ورته سازمانونو له لوري د پاکستان د چلن غندنه بسنه نه کوي.
دوی ټينګار کوي چې د غندنې پر ځای دې نړيوال بنسټونه د ژمي په سختو شرايطو کې له افغان کډوالو سره مرستې وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « د سره صلېب نړیوالې ادارې هم وویل چې شاو خوا ۲۸،۸ میلیونه افغانان لومړنیو توکو ته اړتیا لري او همداراز د خوړو نړیوالې ادارې هم غبرګون وښود او پر نړۍ یې غږ وکړ چې له افغان کډوالو یا په ټوله کې له هغو بې وزلو سره چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي مرسته وکړي، نو که چېرته دغه نړیوالې مرستندویه ادارې یا خیریه بنسټونه له کډوالو یا په ټوله کې د افغان بې وزله وګړو سره مرسته وکړي، ښه به دا وي چې اسلامي امارت دغه مرستې ډېرې ښې مدیریت کړي.»
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل راپور کې له امریکا، بریټانیا، جرمني، کاناډا او نورو هغو هېوادونو، چې افغانان په کې د پنا غوښتنې وړانديزونه کړي غوښتي چې د دوی د لېږد پروسې ګړندۍ او پر پاکستان فشار راوړي، چې د بشري حقونو د تامين پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي.