Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ګډو ګټو خپلواک هېوادونه : له افغانستانه د نشه يي توکو قاچاق په تړاو اندېښنمن یو

د ګډو ګټو خپلواک هېوادونه : له افغانستانه د نشه يي توکو قاچاق په تړاو اندېښنمن یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/27

که څه هم سرپرست حکومت په خپله واکمنۍ کې د نشه یي توکو پر وړاندې جدي مبارزه پیل کړې؛ خو له دې سره سره، وخت ناوخت د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت او د سیمې هېوادونو ته یې د قاچاق په تړاو اندېښنې ښيي.

تازه د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو په خپله وروستۍ ناسته کې چې په بلاروس کې ترسره شوې، یو ځل بيا د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو اندېښنه ښودلې.

یادو هېوادونو په یوه خبرپاڼه کې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې یاده مسئله د دې هېوادونو لپاره ستر ګواښ ګڼلی.

د خبرپاڼې یوه برخه:« موږ له افغانستانه د سیمې هېوادونو ته د متامفټامین، کوکائین او د بنګو په ګډون د صنعتي نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو اندېښمن یو. موږ بیاځلې د نړیوالې پدیدې په حیث، د نشه‌يي توکو پر وړاندې په ملي او نړیواله کچه پر ګډې مبارزې ټینګار کوو.»

د سیاسي چارو شنونکي په تېرو دوو کلونو کې د نشه یي توکو پر وړاندې د سرپرست حکومت مبارزه په تېرو دوو لسیزو کې بې سارې ګڼي.

دوی د نشه یي توکو د قاچاق په تړاو د سیمې هېوادونو اندېښنې بې ځایه ګڼي او  له ورته څرګندونو څخه په نړیواله کچه د فشار واردول او د سرپرست حکومت د بدنامولو هڅه ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« دا پر افغانستان باندې د مرکزي اسیا هېوادونو نیوکې دي، لومړی دا ده چې نه د افغانستان خلک او نه هم د اسلامي امارت نور باید دغو نیوکو ته ارزښت ورنه کړي او تفسیره هم ورباندې ونه کړي، ځکه دوی دلته سیاسي موخې لري دا یو نوع سیاسي فشارونه دي چې پر افغانستان باندې یې واردوي.»  

ځینې نور بیا وايي، غوښتنه یې دا ده که چېرې له افغانستانه د نشه يي توکو په برخه کې د سیمې له هېوادونو سره په واقعي مانا اندېښنې موجودې وي او په دې تړاو کره شواهد لري نو له افغان حکومت سره دې شریکې کړي.

د دوی په بارو د ورته مسائلو سیاسي کول د افغانستان په ګډون د هېڅ هېواد په ګټه نه دي او په خبره یې غوره دا ده چې د حل لپاره یې په ګډه کوټلي ګامونه پورته شي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي:« دوی په کار ده هغه مشروع غوښتنې چې لري له کابل سره شریکې کړي او په دغه برخه کې ګډ کار ته شرایط برابر کړي. د مسایلو سیاسي کول دا د ستونزې حل نه ده، مرکزي اسیا، سوېلي اسیا او افغانستان ګډې اړیکې لري.»

 

د ګډو ګټو هېوادونه داسې مهال له افغانستانه  سیمې ته د نشه یي توکو د قاچاق په تړاو اندېښنه ښيي چې د ملګرو ملتونو ګڼو اړونده ادارو په تېرو دوو کلونو کې د نشه يي توکو پر وړاندې شوې مبارزه د افغانستان په تاریخ کې بې سارې ګڼي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist