Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حنیف اتمر د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو

admin by admin
2020/04/04

د حق او عدالت ګوند مشر حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو.

ولسمشر غني د لوړې مراسمو وروسته د نوي حکومت د کابینې پر جوړلو کار پیل کړی، چې تر اوسه یې عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت سرپرست او نوماند، ضیاء سراج د ملي امنیت عمومي ریاست نوماند او تازه یې د ملي امنیت پخوانی سلاکار  محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر به توګه ټاکلی دی.

له ارګ خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوو جلا حکمونو پر اساس، محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکه.

افغان ډيپلوماټان او لیکوالان په بهرنیو چارو وزارت کې د حنیف اتمر ګمارنه یو نېک اقدام او د بهرني سیاست لپاره یې وړ شخص بولي.

خواله رسنیو کې هم د دې پریکړې هرکلی شوی دی.

له ارګ خپره شوې اعلامیه کې راغلي ((د هیواد جمهوررئیس د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې حکم پر اساس، محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکه او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.))

محمد حنیف اتمر د هیواد له مطرح او اغېزناکو سیاسي شخصیتونو یادیږي، چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د کلیو پراختیا وزیر، د پوهنې وزیر، کورنیو چارو وزیر او په وروستیو کې یې د ملي امنیت سلاکار په توګه کار کړی دی.

مخکینی افغان ډيپلومات صفت صافی باور لري، چې په بهرنیو چارو وزارت کې د حنیف اتمر له ګمارنې وروسته به په ستراتيژیک او بهرني بُعد کې د افغانستان ملي منافع تامین شي.

افغان لیکوالان په نوي کابینه کې د حنیف اتمر په څېر وړ او د مسلکي کسانو پر ګمارنه خوښ دي او حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت لپاره وړ شخص یاوي.

محمد حنیف اتمر په تېرو ټاکنو کې د ولسمشریزو ټاکنو سیالۍ ته وتلی و، خو بیا یې وضعیت ته په کتو له ټاکنو شاتګ وکړ او ویلي یې و چې د نظام د ساتلو او سولې برخې ته به کار وکړي.

خواله رسنیو کې هم د حنیف اتمر د ګمارنې هرکلی شوی او باور ښودل شوی چې د بهرنیو چارو مهم وزارت به پخواني برم ته وګرځیږي، د اصلاحاتو لړۍ به پکې تطبیق او مسلکي کسان به له هېواده بهر د افغانستان استازیتوب وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist