Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل ته د بیجینګ مرستې را ورسېدې

admin by admin
2020/04/02

د کرونا ویروس مخنیوي په موخه کابل ته د چین مرسته راورسیده.

د کرونا ویروس تشخیص او مخنیوي برخه کې د متحده عرب اماراتو د مرستو سربیره، کابل ته د چین د مرستو لومړۍ طبي بسته هم راورسېده.

کابل کې د چین سفارت وایي، په دې بسته کې د کورونا ویروس د تشخیص وسایل، ماسکونه او نورې طبي الې شاملې دي چې باور لري اغېزمنې به ثابتې شي.

کابل لپاره د چین سفیر وايي، دا د مرستو لومړۍ بسته ده او د خپل وس سره سم به نورې مرستې هم وکړي.

کابل کې د چین سفیر وانګ یي داسې وویل (( خپلې تجربې او مرستې مو د افغانستان په ګډون د ۸۹ هېوادونو او ۴ نړیوال سازمانونو سره شریکې کړي او باور لرو چې له افغانستان سره زموږ دغه مرسته به بیړنۍ اړتیا پوره کولو کې مرسته وکړي او ډاډه اوسئ چې چین د کورونا ویروس مخنیوي برخه کې تل د افغانانو ملاتړ کوي.))

افغان حکومت، د چین له مرستو په مننې یادونه وکړه چې نړیوال بانک له افغانستان سره د کرونا ویروس مخنیوي برخه کې ۱۰۰ میلیونه ډالره، امریکا ۱۵ نیم میلیونه ډالره او دغه راز یو شمېر نور هېوادونه هم مرسته کوي.

حکومت وایي، دوی به دغه مرستې په روښانه او اغیزمنه توګه مصرف کړي، بې وزله او اغیزمنو خلکو ته به ورسیږي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي حکومت د کابل لپاره ۵۰۰ میلیونه افغانۍ، هرات لپاره ۴۰۰ میلونه او د نورو ټولو ولایتونو لپاره ۷۰ – ۷۰ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې چې د کورونا ویروس مخنیوی وشي.

حکومت وایي، د هرات سربیره، کابل کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي او د مخنیوي په موخه به یې تدابیر نور هم جدي کړي چې پر تګ راتګ به بندیز پورې کړي او خلک به اړ کړي چې د ډاکترانو سپارښتنې عملي کړي.

چین په داسې حال کې افغانستان سره د کورونا ویرویس مخنیوي برخه کې مرسته کوي چې په افغانستان کې ۱۳۹ تنه په کرونا اخته پېژندل شوي او لسګونه نورې شکمنې پېښې تر معایناتو لاندې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist