Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له دوه کلن ځنډ وروسته فلای دوبۍ هوايي شرکت کابل ته لومړۍ الوتنه وکړه

له دوه کلن ځنډ وروسته فلای دوبۍ هوايي شرکت کابل ته لومړۍ الوتنه وکړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/16

له څه باندې دوه کلن ځنډ وروسته کابل ته د فلای دوبۍ په نوم د متحده عرب اماراتوهوايي شرکت الوتنې بېرته پیل شوې او د چهارشنبې پر ورځ د ( ۱۴۰۲ کال د لړم پر ۲۴ مه) یې  لومړۍ الوتنه کابل ته وکړه.

د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت مسوولینو په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل، نږدې ورځو کې به نور نړیوال شرکتونه هم افغانستان ته خپلې الوتنې پيل کړي.

د ترانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هوايي میدانونو عمومي مسوول عبدالستارغروال وايي:« د  افغانستان ټول هوايي ډګرونه زموږ خپل داخلي تخینکي پرسونل لري او ټول خدمات وړاندې کوي. نن ورځ په دې الوتکه کې شااوخوا ۱۴۵ هغه مسافر وروڼه له دوبۍ راغلل  او دوی به بېرته هم همدومره مسافر وړي. »

له دې وړاندې کام ایر او اریانا افغان هوايي شرکتونو دوبۍ ته الوتنې لرلې چې یوشمېر هېوادوالو یې له لوړو بیو سرټکاوه.

خو اوس مسافر وايي، د فلای دوبۍ الوتنو پیل سره به په بیو کې کموالی راشي او تمه ښايي چې نور نړیوال شرکتونه به هم افغانستان ته الوتنې پيل کړي.

له عربي اماراتو یو تن راستون شوی مسافر وايي:«دا ډېره د خوښۍ خبره ده چې له دوه کلن ځنډ وروسته فلای دوبۍ هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پيل کړې. دا د مسافرو لپاره ډېر ښه زیری دی.»

ورته مهال د کابل  هوايي ډګر مسوول عبدالهادي محمدي وايي، د دې هوايي ډګر خدمات یې له ۱۶ ساعتونو ۲۴ساعتونو ته غځولي او هڅه کوي چې اړتیا وړ په نړیوال سټنډرډ اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه زیاته کړه:« زموږ هوايي ډګر وړاندې ۱۶ ساعته خدمات وړاندې کول خو له دې وروسته به ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کوي.»

په متحده عرب اماراتو کې د میشتو افغانانو شورا مشر عبیدالله صدرخېل بیا وايي، تېرو دوه کلونو کې یو شمېر هوايي شرکتونو له فرصته استفاده کړې او په لوړه بیه یې ټکټونه پلورل خو د نړیوالو شرکتونو الوتنو سره به دا ستونزه تر ډېره حل شي.

صدرخېل زیاتوي:« د فلای دوبۍ هوايي شرکت الوتنو پیل سره به مو هېوادوالو ته که د هېواد دننه دي او که بهر چې سفر کوي د ټکټونو بیو کې کموالی راشي. انشاء الله  د دې ګټه به زموږ او تاسو بزګرانو ته رسېږي. سر له نن به فلای دوبۍ هوايي شرکت د ورځې دوه الوتنې کوي او د همدې میاشتې له ۲۲ مې نېټې وروسته به د ورځې درې الوتنې کوي او راتلوونکې میاشتې کې به د ورځې ۴ الوتنې کوي.»

د مسوولینو په خبره چې فلای دوبۍ هوايي شرکت به اوس د ورځې دوه خو د راتلونکۍ اونۍ وروسته به څلور الوتنې ترسره کوي.

د دې ترڅنګ دوی ډاډ ورکوي چې نږدې راتلونکي کې به درې نور نړیوال هوايي شرکتونه افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړي چې د ټکټونو په بیو کې به ورسره د پام وړ کموالی راشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist