د روسیې ملي امنیت شورا مرستیال دمېټري میدودوف له نشه یي توکو سره د اسلامي امارت تېره یوه کلنه مبارزه د امریکا پر مشرۍ د ناټو له تېر ۲۰ کلن حضور سره پرتله کړې.
میدودوف له نشه یي توکو سره د اسلامي امارت مبارزه ستایلې او ویلي يې دي، اسلامي امارت په تېره یو کال کې د يادو توکو پر وړاندې د امریکا د دوو لسیزو مبارزې په پرتله ګټوره او اغېزناکه مبارزه کړې.
میدودوف پر امریکا له دې کبله نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې ګواکې امریکا غوښتل د افغانستان تولید او پروسس شوي نشه توکي روسیې ته صادر کړي؛ نو له همدې کبله یې غوښتل په قصدي ډول د یادې پدیدې پر وړاندې د روانې مبارزې مخه ډب کړي.
هغه زیاته کړې:« دا اړینه نه ده، چې موږ د طالبانو په تړاو څه احساس لرو؛ خو طالبانو له یوه کال نه په کم وخت کې له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې هغه څه کړې، چې د امریکا پر مشرۍ ناټو اېتلاف چې له ترهګرۍ سره یې د مبارزې ادعا کوله، د خپل ۲۰ کلن حضور په موده کې نه دي ترسره کړي. دا هغه څه وه چې امریکا غوښتل د افغانستان هیروئین روسیې ته صادر کړي.»
د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې تېرې ارزونې ته په اشارې ویلي، چې له نشه يي توکو سره د بریالۍ مبارزې له امله په افغانستان کې د دې پدیدې تولید په ۲۰۲۳ کال کې له ۶۲۰۰ ټنه څخه ۳۳۳ ټنه راکښته شوی، چې دا د نشه یي توکو په تولید کې ۹۵سلنه کموالی ښيي.
د سیاسي چارو شنونکي په تېرو دوو لسیزو کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د پاتې راتلو یو لوی لامل په افغانستان کې د نړیوالې مافیايي کړۍ شتون یادوي.
د سیاسي چارو شنونکی نازک مېر زیارمل وايي:« په هغه دولت کې د مافیايي کړیو قدرت یا د مافیايي کړیو شتون چې هم داخلي مافیايي کړیو د نشه یي توکو په کښت کې لاس درلود او هم نړیوالو مافیايي کړیو له دوی سره اړیکې لرلې. په دغه برخه کې بهرنیانو هم هېڅ کله داسې کوټلي ګامونه پورته نه کړل. د دوی (بهرنیانو) مبارزه هم یو ډول مغرضانه وه.»
ځینې نور بیا په دې اند دي چې د امریکا په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو او نړیوالو مافیايي سازمانونو په افغانستان کې د نشه توکو په مستقیم کاروبار کې لاس درلود او له دې درکه یې په کلني ډول میلیاردونه ډالر ترلاسه کول.
روسیه داسې مهال له نشه یي توکو سره د اسلامي امارت کړې مبارزه ستایي چې له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو په ګډوڼ د سیمې او نړۍ ګڼو هېوادونو دغه مبارزه ستایلې ده.