Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
میدودوف: اسلامي امارت تېر یوه کال کې له نشه توکو سره د امریکا ۲۰ کلونو پرتله بریالۍ مبارزه کړې

میدودوف: اسلامي امارت تېر یوه کال کې له نشه توکو سره د امریکا ۲۰ کلونو پرتله بریالۍ مبارزه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/13

د روسیې ملي امنیت شورا مرستیال دمېټري میدودوف له نشه یي توکو سره د اسلامي امارت تېره یوه کلنه مبارزه د امریکا پر مشرۍ د ناټو له تېر ۲۰ کلن حضور سره پرتله کړې.

میدودوف له نشه یي توکو سره د اسلامي امارت مبارزه ستایلې او ویلي يې دي، اسلامي امارت په تېره یو کال کې د يادو توکو پر وړاندې د امریکا د دوو لسیزو مبارزې په پرتله ګټوره او اغېزناکه مبارزه کړې.

میدودوف پر امریکا له دې کبله نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې ګواکې امریکا غوښتل د افغانستان تولید او پروسس شوي نشه توکي روسیې ته صادر کړي؛ نو له همدې کبله یې غوښتل په قصدي ډول د یادې پدیدې پر وړاندې د روانې مبارزې مخه ډب کړي.

هغه زیاته کړې:« دا اړینه نه ده، چې موږ د طالبانو په تړاو څه احساس لرو؛ خو طالبانو له یوه کال نه په کم وخت کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې هغه څه کړې، چې د امریکا پر مشرۍ ناټو اېتلاف چې له ترهګرۍ سره یې د مبارزې ادعا کوله، د خپل ۲۰ کلن حضور په موده کې نه دي ترسره کړي. دا هغه څه وه چې امریکا غوښتل د افغانستان هیروئین روسیې ته صادر کړي.»

د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې تېرې ارزونې ته په اشارې ویلي، چې له نشه يي توکو سره د بریالۍ مبارزې له امله په افغانستان کې د دې پدیدې تولید په ۲۰۲۳ کال کې له ۶۲۰۰ ټنه څخه ۳۳۳ ټنه راکښته شوی، چې دا د نشه یي توکو په تولید کې ۹۵سلنه کموالی ښيي.

 د سیاسي چارو شنونکي  په تېرو دوو لسیزو کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د پاتې راتلو یو لوی لامل په افغانستان کې د نړیوالې مافیايي کړۍ شتون یادوي.

د سیاسي چارو شنونکی نازک مېر زیارمل وايي:« په هغه دولت کې د مافیايي کړیو قدرت یا د مافیايي کړیو شتون چې هم داخلي مافیايي کړیو د نشه یي توکو په کښت کې لاس درلود او هم نړیوالو مافیايي کړیو له دوی سره اړیکې لرلې. په دغه برخه کې بهرنیانو هم هېڅ کله داسې کوټلي ګامونه پورته نه کړل. د دوی (بهرنیانو) مبارزه هم یو ډول مغرضانه وه.»

ځینې نور بیا په دې اند دي چې د امریکا په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو او نړیوالو مافیايي سازمانونو په افغانستان کې د نشه توکو په مستقیم کاروبار کې لاس درلود او له دې درکه یې په کلني ډول میلیاردونه ډالر ترلاسه کول.

 

روسیه داسې مهال له نشه یي توکو سره د اسلامي امارت کړې مبارزه ستایي چې له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو په ګډوڼ د سیمې او نړۍ ګڼو هېوادونو دغه مبارزه ستایلې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist