Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیلزاد: بندیان دې ژر تر ژره خوشې شي

admin by admin
2020/03/19

امریکا او طالبانو تیره میاشت د قطر پلازمېنه دوحه کې هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې، ۵ زره طالب بندیان خوشې کېږي او له هغې وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیليږي.

افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي، د بندیانو د خوشې کولو وخت رارسیدلی دی.

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، متحده ایالات غواړي چې د دوی او طالبانو د توافق سره سم، د بندیانو خلاصون ژر تر ژره پیل شي.

زلمي خلیلزاد ویلي، که څه هم طالبانو او افغان دولت ژمنه کړې چې داسې به کوي، خو په وینا یې تر اوسه هیڅ بندیان ندي خوشې شوي.

هغه لیکلي، طالبان ژمنه کوي چې خوشې شوي بندیان به د سولې په هوکړه کې شوې ژمنې مني او د جګړې ډګر ته به نه ستنيږي.

خو ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو وروسته یو فرمان صادر کړ چې له مخې یې ۱۵۰۰ طالب بندیان باید د کب یا حوت د میاشتې له ۲۴ راپدېخوا هره ورځ ۱۰۰ تنه خوشې شوي وای او د حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د پرمختګ په صورت کې ۳۵۰۰ طالب بندیان هم په تدریج خوشې کیدل.

طالبانو بیا د غني طرحه رد کړه او خبرداری یې ورکړ چې تر هغې به بین الافغاني مذاکرات پیل نه کړي څو ۵۰۰۰ طالب بندیان یو ځلي نه وي خوشې شوي.

د افغان مشرانو ترمنځ د جوړجاړي غوښتنه 

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا پر افغان سیاسیونو غږ کړی چې خپلمنځي اختلافونه ختم او جوړ جاړی وکړي.

خلیلزاد پر خپل ټویتر لیکلي، اوس یې وخت دی چې افغانان جوړجاړی  وکړي، خپلمنځي اختلافات لرې کړي او هغه سیاسي کړکیچ هوار کړي‌ چې د ټولټاکنو او د عبدالله عبدالله او غني د لوړې مراسمو څخه رامنځته شوی.

هغه لیکلي، دغه کړکیچ، امنیت ته زیان رسوي او په باور یې کرونا وایروس مرګونی ګواښ رامخې ته کړی او له افغانانو غواړي چې خپل هېواد او خپلو خلکو ته لمړیتوب ورکړي.

د ټاکنو کمېسون ولسمشر محمد اشرف غني د ۹۸ کال تولټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو عبدالله عبدالله یې نه مني او ځان بریالی ګڼي.

دواړو په یوه ورځ د لوړې مراسم هم ترسره کړل.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist