د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انوارالحق کاکړ تور پورې کړی چې ګواکې پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د فرانس پرېس خبري آژانس د راپور له مخې کاکړ تور پورې کړې چې افغانان هم په ډېرو ځانوژونکو بریدونو او له پاکستاني ځواکونو سره په نورو نښتو کې ښکېل وو او زیاته کړې یې ده له کله چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، په پاکستان کې د ناامنیو په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
کاکړ زیاته کړې:« له بده مرغه افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت له رامنځته کېدو سره پاکستان کې ترهګریزې پېښې ۶۰ سلنه او ځانمرګي بریدونه ۵۰۰ سلنه زیات شوي دي او په دغه تاوتریخوالي کې په تېرو دوو کلونو کې ۲۲۶۷ بېګناه پاکستانیان وژل شوي چې د تحریک طالبان پاکستان ترهګر یې زمه وار دي او هغوی د افغانستان خاورې په کارولو سره پر پاکستان بریدونه کوي.»
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د انوارالحق کاکړ دا تورونه او ادعاوې رد او بې بنسټه بولي او زیاتوې، چې د پاکستان حکومت دې خپلې امنیتي ستونزې افغانانو پورې نه تړي بلکې خپلې ستونزې دې په خپل کور کې حل کړي.
مجاهد زیاتوي:« اصلي موضوع دا ده چې ناامنۍ په پاکستان کې دي. موقعیت یې پاکستان د افغانستان سره له خاورې په ۵۰۰ یا ۴۰۰ کیلومترۍ اخوا کې واقع کېږي. نو څرنګه به د هغو ښارونو ناامنۍ زموږ وظیفه وي، چې موږ یې امن ورته وساتو. ولې د پاکستان پوځ څېرته دی؟ پاکستاني استخرابات چېرته دي؟ پاکستاني پولیس او امنیتي ځواکونه چېرته دي؟ هغوی باید د دې مخه ونیسي. بل دا ده چې په افغانستان کې تېرو کلونو کې جنګ وه، پاکستاني طالبان د نن خبره نه ده، ۲۰ کاله کېږي، چې دوی (پاکستاني طالبان) راپیدا شوي. د مشرف د ناسمه پالسیو له امله ورته هلته راپیدا شول. خو دا نه شو کولی چې یوه بله جبهه چاته خلاص کړو چې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې او موږ یې دلته راوړو. دوی ( پاکستان) باید خپله غم وخوري.»
مجاهد همدا راز د پاکستاني چارواکو هغه دریځ رد کړ چې ګواکې د افغانستان خاوره د چا پر ضد کارول کېږي.
مجاهد ویلي، تېر یوه کال کې امنیتي ځواکونو د داعش ۴۰ غړي چې د پاکستان اتباع وو نیولي او لسګونه نور وژل شوي دي.
کاکړ همدارنګه ویلي، له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د وتلو لپاره د اکټوبر میاشتې تر پایه د وروستي مهلت تر پای ته رسېدو وروسته له ۲۵۰ زرو زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
پاکستان ویلي، ډېری دغه افغانان په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي، خو اسلامي امارت ټینګار کوي چې اکثریت یې پر زوره اېستل شوي دي.