Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کاکړ: د اسلامي امارت حاکمېت سره پاکستان کې وسله وال بریدونه زیات شوي

کاکړ: د اسلامي امارت حاکمېت سره پاکستان کې وسله وال بریدونه زیات شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/09

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انوارالحق کاکړ تور پورې کړی چې ګواکې پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د فرانس‌ پرېس خبري آژانس د راپور له مخې کاکړ تور پورې کړې چې افغانان هم په ډېرو ځانوژونکو بریدونو او له پاکستاني ځواکونو سره په نورو نښتو کې ښکېل وو او زیاته کړې یې ده له کله چې اسلامي امارت  واک ته رسېدلی، په پاکستان کې د ناامنیو په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

کاکړ زیاته کړې:« له بده مرغه افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت له رامنځ‌ته کېدو سره پاکستان کې ترهګریزې پېښې ۶۰ سلنه او ځانمرګي بریدونه ۵۰۰ سلنه زیات شوي دي او په دغه تاوتریخوالي کې په تېرو دوو کلونو کې ۲۲۶۷ بې‌ګناه پاکستانیان وژل شوي چې د تحریک طالبان پاکستان ترهګر یې زمه وار دي او هغوی د افغانستان خاورې په کارولو سره پر پاکستان بریدونه کوي.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د انوارالحق کاکړ دا تورونه او ادعاوې رد او بې بنسټه بولي او زیاتوې، چې د پاکستان حکومت دې خپلې امنیتي ستونزې افغانانو پورې نه تړي بلکې خپلې ستونزې دې په خپل کور کې حل کړي.

مجاهد زیاتوي:« اصلي موضوع دا ده چې ناامنۍ په پاکستان کې دي. موقعیت یې پاکستان  د افغانستان سره له خاورې  په ۵۰۰ یا ۴۰۰ کیلومترۍ اخوا کې واقع کېږي. نو څرنګه به د هغو ښارونو ناامنۍ زموږ وظیفه وي، چې موږ یې امن ورته وساتو. ولې د پاکستان پوځ څېرته دی؟ پاکستاني استخرابات چېرته دي؟ پاکستاني پولیس او امنیتي ځواکونه چېرته دي؟ هغوی باید د دې مخه ونیسي. بل دا ده چې په افغانستان کې تېرو کلونو کې جنګ وه، پاکستاني طالبان د نن خبره نه ده، ۲۰ کاله کېږي، چې دوی (پاکستاني طالبان) راپیدا شوي. د مشرف د ناسمه پالسیو له امله ورته هلته راپیدا شول.  خو دا نه شو کولی چې یوه بله جبهه چاته خلاص کړو چې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې او موږ یې دلته راوړو. دوی ( پاکستان) باید خپله غم وخوري.»

مجاهد همدا راز د پاکستاني چارواکو هغه دریځ رد کړ چې ګواکې د افغانستان خاوره د چا پر ضد کارول کېږي.

مجاهد ویلي، تېر یوه کال کې امنیتي ځواکونو د داعش ۴۰ غړي چې  د پاکستان اتباع وو نیولي او لسګونه نور وژل شوي دي.

کاکړ همدارنګه ویلي،  له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د وتلو لپاره د اکټوبر میاشتې تر پایه د وروستي مهلت تر پای ته رسېدو وروسته له ۲۵۰ زرو زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

پاکستان ویلي، ډېری دغه افغانان په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي، خو اسلامي امارت ټینګار کوي چې اکثریت یې پر زوره اېستل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist