Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ په مشروط ډول پیل شوه

admin by admin
2020/03/10

له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ په مشروط ډول پیل شوه.

امریکایي ځواکونو ویلي، له افغان حکومت سره د ګډې اعلامیې او د طالبانو سره د موافقې په اساس یې له دغه هېواده د خپلو ځواکونو کمول پیل کړي دي.

امریکایي ځواکونو دا نه دي ویلي چې د ځواکونو کمولو لړې کله پیل شوې او تر اوسه څومره عسکر وتلي دي.

د مالوماتو له مخې، اوسمهال افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ امریکايي سرتېري دي چې تر څلورنیمو میاشتو وروسته به دغه شمېر ۸۶۰۰ ته راکم شي.

تېره ورځ د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لېګیټ په یوه اعلامیه کې لیکلي، امریکايي ځواکونه د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره ټول امکانات او صلاحیتونه په واک کې لري.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع له طالبانو سره د موافقې مهم شرط و،  خو امریکایي ځواکونه وايي که طالبان په خپلو ژمنو وفا ونکړي، دا تړون ماتېدلی شي.

اخوا ټاکل شوې چې نن سې شنبه به ولسمشر محمد اشرف غني د طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه یو فرمان صادر کړي.

تېره ورځ ولسمشر غني د لوړې له مراسمو وروسته د وینا پر مهال وویل، د طالب بندیانو د خوشې کېدو په تړاو به سبا ته یو فرمان ورکړي.

اشرف غني وویل، یو فرمان به صادر کړي چې جزیات به هم په کې شامل وي او په وینا یې یوې داسې تګلارې ته رسېدلی چې د بندیانو د خوشې کېدو بدل کې به تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راځي او خلکو ته به ‌یې ګټې او اغېز محسوس وي.

له دې سره ټاکل شوې وه چې نن د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ بین الافغاني مذاکمرات پیل شوي وای، خو تیره ورځ ولسمشر غني وویل چې تر سې شنبې به له طالبانو سره د مرکچي پلاوي نوملړ بشپړ شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist