Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نظري: د مرستندویو بنسټونو پر فعالیتونو محدودیتونه نه دي لګول شوي

نظري: د مرستندویو بنسټونو پر فعالیتونو محدودیتونه نه دي لګول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/18

د اقتصاد وزارت هغه پرېکړه چې په یو مکتوب کې یې ښځې او نجونې په داخلي او بهرنیو غیردولتي سازمانونو او موسسو کې له کار کولو منع کړې تراوسه داخلي او نړیوال غبرګونونه لري او د یادې پریکړې د بېرته اخیستو غوښتنه کیږي.

 خو د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري له شمشاد سره مرکه کې ویلي، د ښځو پر کار کولو بندیز اوږدمهاله پرېکړه نه ده او پر داسې طرزالعمل یې کار پېل کړی چې له بشپړېدو سره به ښځې بېرته خپلو کارونو ته ستني شي.

 عبداللطیف نظري وايي، کومې ښځې چې په اقتصاد وزارت کې مخکې دندې درلوده، هغوی ته خپل امتیازات پر وخت سره ورکول کېږي.

هغه زیاتوي:« هغه ښځې چې د اقتصاد وزارت کې یې دنده درلوده، اوس مهال هره اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ خپله حاضري لاسلیک کوي او له خپلو ټولو امتیازونو برخمنې دي. د هغوی په امتیازونو او حقونو کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی، یوازې هماغه مسله چې ما مخکې تشریح کړه ان شاءالله د یوې مقررې په چوکاټ کې به پر خپل وخت بېرته خپلې دندې پیل کړي.»

نظري وايي، اسلامي‌امارت یو اقتصاد محوره پالیسي لري او تمه لري، چې افغانستان به ژر په اقتصادي برخه کې د سترو پرمختګونه او لاسته راوړنې ولري.

دغه راز  نظري هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې دوی د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه محدود کړي دي.

د نظري په خبره، اوس مهال په هېواد کې ۳۰۰ نا دولتي بنسټونه فعالیت لري چې ډېری یاد بنسټونه د بشر دوستانه مرستو په برخه کې کار کوي.

نظري زیاتوي: « د روان کال په لړ کې اقتصاد وزارت کې نږدې ۳۰۰ موسسې موږ سره  ثبت او راجسټر شوې، دا ټول د دې ښکاروندوي کوي چې د افغانستان د خلکو اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دی، باور زیاتېږي، نړۍ، موسسې او مرسته رسوونکو بنسټونو دا درک کړې چې باید په افغانستان کې خپل حضور او فعالیتونه بیا پيل کړي.»

د اقتصاد وزارت معین دغه راز  وايي، افغانستان کې امنیت ټېنګ شوی او پر بهرنیو او افغان پانګه والو یې غږ وکړ چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

نظري مسکو او بېجینګ ته د افغان پلاوي سفرونه ګټور او له لاسته راوړنو ډک وبلل او وې ویل چې د دغو سفرونو په لړ کې ځينې هوکړې کړي او په تطبیق سره به یې افغانستان کې د بې کارۍ کچه ښکته شي.

نظري د هرات زلزله ځپلو ته په اشاره سره وایي، نړیوال دې خپلې مرستې نه سیاسي کوي بلکي خپلې مرستې دې زلزله ځپلو پورې ورسوي.

هغه زیاته کړه:« له بېلابېلو هېوادونو سره موږ لیدنې درلودې ټول دې ته لېواله دي چې زموږ په هېواد کې پانګونه وکړي. ټول غواړي چې په سیاسي، اقصادي، سوداګریزو او علمي حوزو کې له افغانستان سره خپلې دوستانه اړیکې پراخه کړي. موږ په دې ناستو کې زمینه برابره کړې او راتلونکې میاشتو کې به ان شاءالله له بېلابېلو لورو څخه پلاوي له اسلامي امارت سره تګ راتګ وکړي.»

عبداللطیف نظري پر ګاونډیو او نړۍوالو غږ وکړ چې د افغانستان داخلي چارو کې دې مداخله نه کوي او د ټولګډونه حکومت په نوم نسخې دې اسلامي امارت ته نه وړاندې کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین زیاتوي چې سرپرست حکومت ټولګډونه دی او دا د افغانانو صلاحیت دی چې څه ډول حکومت جوړوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist