د اقتصاد وزارت هغه پرېکړه چې په یو مکتوب کې یې ښځې او نجونې په داخلي او بهرنیو غیردولتي سازمانونو او موسسو کې له کار کولو منع کړې تراوسه داخلي او نړیوال غبرګونونه لري او د یادې پریکړې د بېرته اخیستو غوښتنه کیږي.
خو د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري له شمشاد سره مرکه کې ویلي، د ښځو پر کار کولو بندیز اوږدمهاله پرېکړه نه ده او پر داسې طرزالعمل یې کار پېل کړی چې له بشپړېدو سره به ښځې بېرته خپلو کارونو ته ستني شي.
عبداللطیف نظري وايي، کومې ښځې چې په اقتصاد وزارت کې مخکې دندې درلوده، هغوی ته خپل امتیازات پر وخت سره ورکول کېږي.
هغه زیاتوي:« هغه ښځې چې د اقتصاد وزارت کې یې دنده درلوده، اوس مهال هره اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ خپله حاضري لاسلیک کوي او له خپلو ټولو امتیازونو برخمنې دي. د هغوی په امتیازونو او حقونو کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی، یوازې هماغه مسله چې ما مخکې تشریح کړه ان شاءالله د یوې مقررې په چوکاټ کې به پر خپل وخت بېرته خپلې دندې پیل کړي.»
نظري وايي، اسلاميامارت یو اقتصاد محوره پالیسي لري او تمه لري، چې افغانستان به ژر په اقتصادي برخه کې د سترو پرمختګونه او لاسته راوړنې ولري.
دغه راز نظري هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې دوی د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه محدود کړي دي.
د نظري په خبره، اوس مهال په هېواد کې ۳۰۰ نا دولتي بنسټونه فعالیت لري چې ډېری یاد بنسټونه د بشر دوستانه مرستو په برخه کې کار کوي.
نظري زیاتوي: « د روان کال په لړ کې اقتصاد وزارت کې نږدې ۳۰۰ موسسې موږ سره ثبت او راجسټر شوې، دا ټول د دې ښکاروندوي کوي چې د افغانستان د خلکو اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دی، باور زیاتېږي، نړۍ، موسسې او مرسته رسوونکو بنسټونو دا درک کړې چې باید په افغانستان کې خپل حضور او فعالیتونه بیا پيل کړي.»
د اقتصاد وزارت معین دغه راز وايي، افغانستان کې امنیت ټېنګ شوی او پر بهرنیو او افغان پانګه والو یې غږ وکړ چې افغانستان کې پانګونه وکړي.
نظري مسکو او بېجینګ ته د افغان پلاوي سفرونه ګټور او له لاسته راوړنو ډک وبلل او وې ویل چې د دغو سفرونو په لړ کې ځينې هوکړې کړي او په تطبیق سره به یې افغانستان کې د بې کارۍ کچه ښکته شي.
نظري د هرات زلزله ځپلو ته په اشاره سره وایي، نړیوال دې خپلې مرستې نه سیاسي کوي بلکي خپلې مرستې دې زلزله ځپلو پورې ورسوي.
هغه زیاته کړه:« له بېلابېلو هېوادونو سره موږ لیدنې درلودې ټول دې ته لېواله دي چې زموږ په هېواد کې پانګونه وکړي. ټول غواړي چې په سیاسي، اقصادي، سوداګریزو او علمي حوزو کې له افغانستان سره خپلې دوستانه اړیکې پراخه کړي. موږ په دې ناستو کې زمینه برابره کړې او راتلونکې میاشتو کې به ان شاءالله له بېلابېلو لورو څخه پلاوي له اسلامي امارت سره تګ راتګ وکړي.»
عبداللطیف نظري پر ګاونډیو او نړۍوالو غږ وکړ چې د افغانستان داخلي چارو کې دې مداخله نه کوي او د ټولګډونه حکومت په نوم نسخې دې اسلامي امارت ته نه وړاندې کوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین زیاتوي چې سرپرست حکومت ټولګډونه دی او دا د افغانانو صلاحیت دی چې څه ډول حکومت جوړوي.