Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې افغان کډوال: د تېر پرتله مو ژوند ستونزمن شوی

پاکستان کې افغان کډوال د ورکړل شوي ضرب الاجل رانږدې کېدو اندېښمن کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/10

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستل کېدو ضرب الاجل ته شاوخوا  ۲۰ ورځې پاتې دي؛ خو لا هم د یادې ستونزې د هواري په تړاو دواړو هېوادونو په لوړه کچه خبرې نه دي کړي.

هلته میشت افغان کډوال خپل راتلونکي ته اندیښمن دي او وایي، که له پاکستانه اېستل کیږي او یا هم هلته په اوسني وضعیت کې پاتې شي، نو حقونه به یې له پښو لاندې شوي وي او ټينګار کوي، چې د مبهم وضعيت پوښتنه دې  وشي.

پاکستان کې افغان کډوال نظر خوږیاڼیوال وايي: « له څه مودې راهیسې له افغان کډوالو سره په پاکستان کې ډېر ظلم او زیاتی روان دی. د پنجاب په بېلا بېلو ښاورنو کې افغانان، ښځې او ماشومان نیول کېږي، دا یوازې هغه افغانان نه دي چې غیر قانوني وي له دوی سره هغه افغانان هم نیول کېږي چې قانوني اسناد لري. همداشان هغه افغانان هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي چې غواړي خپل هېواد ته ستانه شي، دوی چې د پنجاب له ښارونو راووځي؛ نو کله چې سرحد ته ورسېږي بیا ونیول شي او زنداني شي. موږ پاکستان کې د افغانستان له سفیره غواړو چې د پاکستان له حکومت سره په دې اړه خبرې اترې وکړي.»

د افغان کډوالو د حقونو مدافعان وايي، د اسلام‌اباد په ګدون د پاکستان په نورو ښارونو کې سلګونه افغان مېرمنې، ماشومان او سپین ږیري لا هم په بند خونو کې تر زور زياتي لاندې دي او په خبره يې د خلاصولو په موخه یې هېڅ پرېکنده عمل نه دی شوی.

پاکستان کې د افغان خبریالانود شورا مشر ظاهر بهاند وايي: « دلته د پولیسو له لوري عملیات په چټکۍ سره روان دي، چې په دې عملیاتو کې دا دوې ورځې واړندې هم او دا نن هم لسګونه افغان کډوال د پولیسو له لوري نیول شوي او محاکمو ته ورپېژندل شوي دي. د خلکو اندېښنې زیاتې شوې، د شپې خوب نه لري په ښار او بازار کې تګ راتګ نه شی کولی، ان ورته ویل شوي چې خپل کورونه پرېږدئ. د افغانانو او افغان کډوالو حقونه په پاکستان کې د تر پښو لاندې شوي، که چېرې دا لړۍ په همدې ډول دوام وکړي نو یو لوی ناورین به رامنځته شي.»

پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو مدافع احمد افغان وايي: « له بده مرغه له دغه اعلانونو سره په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ پيل شوه او تر اوسه هم د پاکستان په بېلابېلو ښاورنو کې د افغانان نیول کېږي او ویلي شو چې د ورځې په لړ کې ان زرګونه افغانان هم نیول شوي او نیول کېږي او له بده مرغه دا لړۍ په ډېرې چټکه سره روانه ده.»

اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا هم یاد ضرب العجل د اندیښنې وړ بولي او وایي، د شورا په کچه که څه هم د کډوالو موضوع یاده شوې خو زیاتوي، د افغان کډوالو په اړه د پاکستان په هوډ کې بدلون نه دی راغلی.

پاکستان کې د افغان کډوالو شورا مشر میر احمد رووفي وايي: « له بده مرغه زموږ هېوادوال په ملي او نړیواله کچه یو ځواکمن ملاتړ کوونکی نه لري، په رښتیا هم نیول روان دي، ظلم او زیاتي روان دی.»

شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي ول، په پاکستان کې مېشت ټول هغه افغان کډوال به د راتلونکې نومبر تر لومړۍ نیټې په څو پړاوونو کې له پاکستان واېستل شي، چې قانوني اسناد نه لري.

یادې پرېکړې که څه هم د کډوالو نړیوال سازمان په ګډون د افغانستان سرپرست حکومت غبرګونونه او اندیښنې راپارولي، خو لا هم ورته د معقولې حل لارې د پيدا کېدو په تړاو څه نه دي ويل شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist