له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستل کېدو ضرب الاجل ته شاوخوا ۲۰ ورځې پاتې دي؛ خو لا هم د یادې ستونزې د هواري په تړاو دواړو هېوادونو په لوړه کچه خبرې نه دي کړي.
هلته میشت افغان کډوال خپل راتلونکي ته اندیښمن دي او وایي، که له پاکستانه اېستل کیږي او یا هم هلته په اوسني وضعیت کې پاتې شي، نو حقونه به یې له پښو لاندې شوي وي او ټينګار کوي، چې د مبهم وضعيت پوښتنه دې وشي.
پاکستان کې افغان کډوال نظر خوږیاڼیوال وايي: « له څه مودې راهیسې له افغان کډوالو سره په پاکستان کې ډېر ظلم او زیاتی روان دی. د پنجاب په بېلا بېلو ښاورنو کې افغانان، ښځې او ماشومان نیول کېږي، دا یوازې هغه افغانان نه دي چې غیر قانوني وي له دوی سره هغه افغانان هم نیول کېږي چې قانوني اسناد لري. همداشان هغه افغانان هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي چې غواړي خپل هېواد ته ستانه شي، دوی چې د پنجاب له ښارونو راووځي؛ نو کله چې سرحد ته ورسېږي بیا ونیول شي او زنداني شي. موږ پاکستان کې د افغانستان له سفیره غواړو چې د پاکستان له حکومت سره په دې اړه خبرې اترې وکړي.»
د افغان کډوالو د حقونو مدافعان وايي، د اسلاماباد په ګدون د پاکستان په نورو ښارونو کې سلګونه افغان مېرمنې، ماشومان او سپین ږیري لا هم په بند خونو کې تر زور زياتي لاندې دي او په خبره يې د خلاصولو په موخه یې هېڅ پرېکنده عمل نه دی شوی.
پاکستان کې د افغان خبریالانود شورا مشر ظاهر بهاند وايي: « دلته د پولیسو له لوري عملیات په چټکۍ سره روان دي، چې په دې عملیاتو کې دا دوې ورځې واړندې هم او دا نن هم لسګونه افغان کډوال د پولیسو له لوري نیول شوي او محاکمو ته ورپېژندل شوي دي. د خلکو اندېښنې زیاتې شوې، د شپې خوب نه لري په ښار او بازار کې تګ راتګ نه شی کولی، ان ورته ویل شوي چې خپل کورونه پرېږدئ. د افغانانو او افغان کډوالو حقونه په پاکستان کې د تر پښو لاندې شوي، که چېرې دا لړۍ په همدې ډول دوام وکړي نو یو لوی ناورین به رامنځته شي.»
پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو مدافع احمد افغان وايي: « له بده مرغه له دغه اعلانونو سره په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ پيل شوه او تر اوسه هم د پاکستان په بېلابېلو ښاورنو کې د افغانان نیول کېږي او ویلي شو چې د ورځې په لړ کې ان زرګونه افغانان هم نیول شوي او نیول کېږي او له بده مرغه دا لړۍ په ډېرې چټکه سره روانه ده.»
اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا هم یاد ضرب العجل د اندیښنې وړ بولي او وایي، د شورا په کچه که څه هم د کډوالو موضوع یاده شوې خو زیاتوي، د افغان کډوالو په اړه د پاکستان په هوډ کې بدلون نه دی راغلی.
پاکستان کې د افغان کډوالو شورا مشر میر احمد رووفي وايي: « له بده مرغه زموږ هېوادوال په ملي او نړیواله کچه یو ځواکمن ملاتړ کوونکی نه لري، په رښتیا هم نیول روان دي، ظلم او زیاتي روان دی.»
شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي ول، په پاکستان کې مېشت ټول هغه افغان کډوال به د راتلونکې نومبر تر لومړۍ نیټې په څو پړاوونو کې له پاکستان واېستل شي، چې قانوني اسناد نه لري.
یادې پرېکړې که څه هم د کډوالو نړیوال سازمان په ګډون د افغانستان سرپرست حکومت غبرګونونه او اندیښنې راپارولي، خو لا هم ورته د معقولې حل لارې د پيدا کېدو په تړاو څه نه دي ويل شوي.