Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې صنعتي ښارګوتي څلورم فاز ته د برېښنا نښلولو چارې پیل شوې

هرات کې صنعتي ښارګوتي څلورم فاز ته د برېښنا نښلولو چارې پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/05

په هرات ولایت کې د صنعتي ښارګوټي څلورم فاز ته د برېښنا نښلولو چارې پیل شوې.

صنعت کاران دغه چارې د پانګونې زیاتوالي او نورو نویو صنعتي کارخونو فعالیت پیل لپاره غوره اقدام ګڼي خو زیاته وي چې د خپلي پانګونې او صنعتي چارو پراختیا لپاره د ځمکې له کمښت سره مخ دي.

دوی له حکومته غواړي چې د کارخونو فعالیت ودې لپاره ځمکه د صنعتکارانو په واک کې ورکړي.

د هرات صنایع او کانونو خونې مشر حمیدالله خادم وايي:« ډېری پانګه وال د ځمکو د توزیع په تمه دي. ۱۴۲ نمرې ځمکې چې په څلورم فاز کې دي. دا پانګه والو ته بسنه نه کوي. موږ د صنعت او سوداګرۍ له وزارته هېله لرو چې د څلورم فاز د پروژې په لړ کې موږ باید پنځم فاز هم ولرو.»

صنعتکار زلمی سعیدي وايي:« له بده مرغه موږ ځمکه نه لرو. زموږ پانګه وال کرايي ځمکې یا خپلو ماشینونو ته ځمکې نه لري؛ نو له اسلامي امارته مو هېله دا ده چې ژر تر ژره صنعتکارانو ته په مناسبه بیه ځمکې ورکړي.»

بل خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایې، د بېلابېلو ولایتونو صنعتي ښارګوټو کې یې د سړکونو جوړولو او د برښنا زیاتوالي لپاره یې اړین اقدامات تر سره کړي او په پام کې ده د هرات صنعتي ښارګوټي څلورم فاز برېښنا نښلولو چارې د ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت د دغه وزارت پراختیایې بوديجې څخه د پنځه میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو د پراختیا امر علي محمد وايي:« لومړۍ پروژه چې په هرات کې یې پرانېستنه وشوه، د دویمې پروژې پرانېستنه انشاءالله په خوست کې لرو او همدا شان د مزارشریف په حیرتانو کې موږ د پروژو پرانېستنه لرو، داسې نورې پروژې هم پلان کې لرو چې ژر تر ژره نورو پروژو ته هم ادامه ورکړو او په پارکونو کې نورې پروژې فعاله کړو.»

هرات کې سیمه ییز مسوولین هم وایې په پام کې ده د دغه ولایت صنعتي ښارګوټي څلورم فاز کې د زر جریبه ډېری ځمکه باندې ۱۴۲ نوې کارخونې جوړي شي.

د هرات صنعت او سوداګرۍ مشر محمد بشیر سیرت وايي:« صنعت خو الحمدالله پرمخ روان دی، په ځانګړې توګه هرات کې د افغانستان په کچه موږ یو صنعتي ښارګوټی لرو، چې دا څلور فازونه لري، څلورم فاز یې د برېښنا دی د برېښنا پروژې د پرانېستنې لپاره د ۴۴ میلیونه بودیجې اټکل شوی دی.»

دا په داسي حال کې ده چې د هرات صنعتي ښارګوټي کې صنعتکاران ډېری وختونه د برښنا له کمښته شکایت کوي او له مسوولینو د یادې ستونزې حل غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist