Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا په افغانستان کې خپل سرتیري کموي

admin by admin
2020/01/14

غرب کې تر بل هر وخت له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو مسله ګرمه ده او ټرمپ یوازینی کس ښودل کیږي چې خپل ځواکونه له افغانستان څخه غوښتلی شي.

له دې سره ملي دفاع وزارت ډاډه دی چې ځواکونه یې پر ځان بسیا شوي او د بهرنیو ځواکونو وتل وضعیت باندې اغیز نه کوي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مکررو غوښتنو په دوام پخواني متقاعدین هم د دې پلوي دي چې له افغانستان څخه امریکايي ځواکونه و ایستل شي.

دغه پخوانی پوځي وايي، دوی د همدې لپاره ټرمپ ته رایه ورکړې تر څو له افغانستان څخه امریکايي ځواکونه وباسي.

امریکايي متقاعد پوځي جنرال دوګلاس مک ګرېګور داسې وویل (( یوازې یو کس دی چې کولای شي دا جګړه پای ته ورسوي.  دا نوم ډونالډ ټرمپ دی. هغه ژمنه کړې وه چې ډیر مخکې باید دغه جګړه ختمه کړي خو ټرمپ موږ ناهیلي کړو ځکه هغه دا کار و نه کړ.  ټرمپ اړ دی چې له افغانستان ځواکونه وباسي، همدې لپاره ورته موږ رایه ورکړې ده))

 امریکايي چارواکو ان تر ولسمشر ټرمپ پورې ویلي چې دوی له افغانستان څخه خپل ځواکونه کموي او شمېر یې تر اتو زرو را ښکته کوي.

دلته په کور دننه هم د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره تشویش نه ښکاري، دفاع وزارت ډاډه دی چې افغان ځواکونو ښې وړتیاوې پيدا کړي او په ځان تکیه دي.

له افغانستان څخه په دې حساس وخت کې د امریکايي عسکرو وتل له طالبانو سره د سولې خبرو او یا د هغوی له فشار سره تړاو ورکول کیږي.

تېره ورځ د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي و، چې د امریکايي ځواکونو کمښت او وتل د سولې له پروسې سره هیڅ راز تړاو نلري او که دا خبرې بریالۍ او یا ناکامې شي دوی خپل ځواکونه له افغانستان څخه باسي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist