Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فایق په افغانستان کې د بشري حقونو پر نقض د څارنې زياتېدو وړانديز کړی

فایق په افغانستان کې د بشري حقونو پر نقض د څارنې زياتېدو وړانديز کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/24

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د افغان نجونو پر وړاندې د جنسيتي تبعيض او دغه راز د دوی حقونو د نقض پر دوام اندېښنې ښودل شوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازولۍ سرپرست  نصیر احمد فایق وايي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې توپیري پرېکړو ته په کتو بايد داسې مکانېزم رامنځته شي، چې له مخې يې د بشري حقونو پر سرغړونو څار زيات او دوام پیدا کړي.

فایق زیاته کړې:« زه له تاسو ټولو او د افغانانو له ټولو نړیوالو متحدینو او شریکانو د دومداره ښکیلتیا او د بشري وضعیت او بشري مرستو د ویش د څار او راپور ورکولو لپاره د پیاوړي میکانېزم رامنځته کولو غوښتنه کوم. د دې ډاډ باید تر لاسه شي، چې بشري مرستې اړمنو او  په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته رسیږي. زه دلته غواړم له یوناما او په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو له راپور ورکوونکي ملاتړ او مننه وکړم خو موږ د راپور ورکولو په تړاو نورو میکانېزمونو ته اړتیا لرو، څو طالبان د بشري حقونو د نقض او بشریت پر وړاندې د جرمونو له امله د خپلو کړنو مسوول وګڼل شي.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانۍ استازې عادلې راز د سرپرست حکومت پر پرېکړو له نيوکې سره ویلي، چې نړيواله ټولنه بايد د افغان ښځو او نجو لپاره د عدالت غوښتنې په موخه سره يو ځای او د روان جنسيتي تبعيض مخنيوی وکړي.

راز زیاته کړې:« په افغانستان کې جنسیتي تبعض، چې طالبانو رامنځه ته کړی، یو جدي بشري بحران دی، چې زموږ پر وړاندې بېړني او ګډ پام او اقدام ته اړتیا لري. موږ باید یو نړیوال قانوني میکانېزم جوړ، له دوی سره ودرېږو او اړینې پرېکړې وکړو، څو یو مانا لرونکی بدلون رامنځه شي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنېټ بيا ويلي، تر هغې چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې جنسيتي تبعیض موجودوي، د سرپرست حکومت رسميت پېژندل امکان نه لري.

نوموړي د رسيمت پیژندنې هدف ته د رسېدو لپاره د يو لړ جدي اقداماتو غوښتنه هم کړې ده.

بېنېټ زیاته کړې:« موږ کولیی شو د دې یادونه وکړو، وړاندې له دې، چې د جنسیتي تبعیض له قانوني تعریف سره موافقه وشي، د حکومتونو او مسوولو چارواکو په رسمیت پېژندل امکان نه لري. په ځانګړي ډول هغه چارواکي چې د جنسیت پر اساس تبعیض کوي او د هغې لپاره قوانین او پالیسۍ جوړوي. هغه هم تر دې کچې چې د نژادي تبعیض لامل کیږي.»

 تحليل کوونکي پر دې باور دي، چې افغان ښځو او نجونو ته د حقونو ورکړه د نړيوالې ټولنې په لومړيتوب کې ده  او په دې اړه به د يادې ټولنې اندېښنې تر هغې دوام لري، څو سرپرست حکومت په دې برخه کې اغېزناک ګام نه وي پورته کړی.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی واحد فقیري وايي: « په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د بشر حقونو په اړه د مشرانو څرګندونې دا ښي، چې په رښتیا هم نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بشر حقونو او د ښځو حقونو په اړه جدي اندېښنې لري او دا پر ځای هم ده. زما په نظر واقعیتونه همدا ښي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه په رښتیا هم پایمال شوي، ډېر ابتدايي او انساني حقوق یې تر پښو لاندې شوې دي؛ نړیواله ټولنه بله چاره نه لري پرته له دې چې دغې موضوع ته توجو وکړي.»

دا غونډه داسې مهال جوړېږي، چې وړمه ورځ د ملګرو ملتونو په عومي غونډه کې هم د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت اندېښنه ښودل شوې وه.

اسلامي امارت تازه  په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې ویلي ول، چې د شریعت په رڼا کې د ټولو وګړو حقونو ته ژمن دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist