Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر: افغان خاوره به د هېڅ ګاونډي هېواد پر ضد نه کارېږي

admin by admin
2020/01/04

د امریکا لخوا بغداد کې د ایران د القدس ځواک مشر قاسم سیلماني وژنې ته په غبرګون کې ارګ ویلي، د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاونډي هېواد پر ضد نه کارېږي.

ارګ له ایران او امریکا غوښتي چې خپلمنځي اختلافونه دې د خبرو له لارې حل کړي.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي چې، افغانستان له ایران سره دیني، دودیزې او تاریخي اړیکې لري او له امریکا سره هم ستراتیژیک تړون لري.

افغان حکومت وروسته له هغې دا غبرګون ښوولی چې امریکا د ایران د القدس ځواک مشر قاسم سلیماني په بغداد کې په یوه هوایي برید کې وواژه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، سلیماني د میلیونونو کسانو د وژنې مسول و او باید کلونه پخوا وژل شوی وای.

خو ایران د امریکا دا کړنه یو ترهګر عمل بللی او ګواښ یې کړی چې غچ به یې اخلي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ایران رژیم په ټوله سیمه کې د بې ثباتۍ لامل دی او امریکا به د خپلو وګړو او خپلو خلکو د ساتنې لپاره هر ګام پورته کړي.

د امریکا دې برید چې د ایران د القدس ځواک مشر قاسم سیلماني یې وواژه، په سیمه ییزه او نړیواله کچه هم پراخ غبرګونه را پارولي‌ دي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین دا برید غندلی او خبرداری یې ورکړی چې دې سره به سیمه نوره هم بې ثباته شي.

برتانیې او یو شمېر نورو هېوادونو  بیا پر ایران او امریکا غږ کړی چې له زغمه دې کار واخلي.

چین له ټولو خواوو په ځانګړې توګه له امریکا غوښتي چې له زغمه کار واخلي.

افغانستان کې پخواني ولسمشر حامد کرزي او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د قاسم سلیماني وژنه غندلې ده.

بل لور ته د عراق سیاسي او مذهبي مشرانو د قاسم سلیماني وژنه غندلې او هغه یې پر عراق تېری بللی دی.

د عراق لومړی وزیر عادل المهدي ویلي، دا برید کولی شي په سیمه او تر هغې ها خوا جګړه ونښلوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist