Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا او طالبان په اوربند هوکړې ته ونه رسېدل

admin by admin
2019/12/12

د یوې اوونۍ ګرمو بحثونو سره سره بیا هم امریکایان اوطالبان په اوربند هوکړې ته ونه رسېدل.

د سولې په درشل کې په باګرام هوایي ډګر وسله وال برید له دې امله ټکان ورکوونکی و چې امریکایان به د سولې له خبرو په شاه شي چې په دویم ځل یې د ورته یو برید له امله خبرې درولې وې.

د قطر په میز طالبانو ته د اوربند او حکومت سره د خبرو دوه انتخابونه ورکړل شوي چې یو یې باید ومنل شي.

په امریکایي اډه د طالبانو برید په اړه باور کېږي چې د طالبانو نظامي او سیاسي لیکې خپلو کې جوړې نه دي.

خو له دې سره سره دا اندېښنه نه شته چې امریکا به یو ځل بیا د سولې له خبرو اترو په شاه شي.

له امریکا غوښتنه داده چې په طالبانو اوربند او حکومت سره په خبرو زیات فشار رانه وړي چې د سولې پروسې ته ګټه نه رسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په بګرام هوایي ‌ډګر برید ته په غبرګون کې غوښتنه کړې چې دا ډول بریدونه باید کم شي.

د امریکا د لویو درستیزانو ګډې کمېټې ته مارک مېلي بیا اندېښنه ښوولې چې طالبان به افغان حکومت سره خبرو ته تیار نه شي.

مارک مېلي داسې ویلي (( زما د مالوماتو له مخې طالبان نه غواړي چې په رسمي ډول له افغان حکومت سره خبرې وکړي، ځکه چې افغان حکومت په رسمیت نه پېژني. د افغان حکومت او طالبانو تر منځ رسمي خبرې به و نه شي، ځکه چې طالبان یې نه غواړي. دا به ښه خبره وي چې جګړه پای ته ورسېږي او افغانان له افغانانو سره خبرې وکړي))

خو د امریکا دفاع وزیر وایي، په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد اړین او مهم ماموریت لري چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي ځای بدل نه شي چې وروسته په امریکا برید وشي.

 د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر داسې ویلي (( موږ ته قوماندانانو ویلي چې امریکا په افغانستان کې نظامي حضور کمولی شي او له دې سره د ترهګرۍ ضد مبارزې ماموریت ته هم دوام ورکولی شي. زه علاقه لرم چې افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر راکم کړو.))

له دې داسې پایله د تحلیل کوونکو په لاس ده چې د سپینې ماڼۍ او پینټاګون ترمنځ په افغانستان کې د جګړې او سولې پرسر واحد نظر نه شته او دې کار د سولې پروسه پېچلې کړې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist