Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګرینفلېډ: امریکا به پر اسلامي امارت د بشري حقونو نقض له امله فشارونو ته دوام ورکړي

ګرینفلېډ: امریکا به پر اسلامي امارت د بشري حقونو نقض له امله فشارونو ته دوام ورکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/03

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره لینډا ټوماس ګرینفلېډ وايي، امریکا اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني او پر دوی به د بشري حقونو د نقض له امله فشار ته دوام ورکړي.

ګرینفلېډ وايي، امریکا له اسلامي امارت سره ځکه خبرې اترې کوي چې وشي کولی پر دوی د بشري حقونو اړوند مسایلو کې فشار راولي.

نوموړې رسنیو سره خبرو کې پر افغانانو او په ځانګړي ډول په نجونو او ښځو د اسلامي امارت د لګول شویو بندیزونو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې امریکا اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني او هېڅکله ښوونځیو ته د نجونو د راګرځولو له پرېکړې ملاتړ نه ‌کوي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا دایمي سفیره چې تازه د درېیم ځل لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا دوره‌ يي مشره ټاکل شوې ژمنه کړې چې له بشر حقونو سرغړونې به وڅاري او افغانستان به یې د کارونو په لومړیتوب کې وي.

د نوموړې په وینا په افغانستان کې یې د بشر حقونو خوندیتوب په برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی لیدلی او دغه هېواد کې رسنۍ ځپل شوي، نجونې له ښوونځیو او ښځې له کار راګرځول شوي، خو د کوکنارو د کښت د بندولو پرېکړه د پام وړ ده.

اسلامي امارت بیا تر اوسه پورې  په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist