Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د م.م امنیت شورا : اسلامي امارت لا هم له القاعدې سره نږدې اړیکې لري

د م.م امنیت شورا : اسلامي امارت لا هم له القاعدې سره نږدې اړیکې لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/29

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزنوو کمېټې د تحلیل او څارنې ډلې په ۳۲ راپورکې چې د روانې جولای میاشتې پر ۲۵مه خپور شوی دی، راغلي چې اسلامي امارت لاهم له القاعدې ډلې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي او دغه ډله له سرپرست حکومت سره نږدې اړیکې پالي.

په راپور کې ویل شوي چې یاد ډله د دې لپاره په افغانستان د سترګو پناه فعالیتونه کوي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت کړو ژمنو ته زیان ونه رسېږي.

د امنیت شورا راپور یوه برخه:« د طالبانو او القاعدې ډلې تر منځ اړیکې لا هم په خپل نږدې حالت کې دي. دغه ډله تر ډېره په افغانستان کې خپل کارونه په پټه ترسره کوي، ترڅو د طالبانو هغې خبرې ته باور زیات کړي چې د افغانستان خاوره د تروریستي موخو لپاره نه کارول کیږي. خو په حقیقت کې د القاعدې ډله د طالبانو د لوړپوړو چارواکو تر ملاتړ لاندې د افغانستان قانون پلي کوونکو او نورو عامه ادارو ته نفوذ کوي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې راپور کې افغانستان د القاعدې ډلې ایډیولوژیکي او لوژسټیکي مرکز بللی شوی چې په وینا یې دغه ډله دمګرې د افغانستان په کونړ او نورستان ولایتونو کې د روزنځایونو پر جوړلو بوخته ده، ترڅو د خپلو بهرنیو عملیاتو لپاره خپل ځواک پیاوړی کړي.

 د امنیت شورا راپور یوه برخه:« دغه ډله له افغانستان څخه د یوه ایډیالوژیکي او لوژسټیکي مرکز په توګه کار اخلي، ترڅو په پټه د نويو جنګیالیو د جلب او جذب او ګومارنې لپاره د خپلو بهرنیو عملیاتو لپاره خپل ځواک پیاوړی کړي. القاعده دا مهال د ځان د تنظیمولو په حالت کې ده او د افغانستان په کونړ او نورستان ولایتونو کې د روزنځایونو پر جوړولو بوخته ده.»

راپور کې ویل شوي، لا هم په افغانستان کې شااوخوا  ۲۰  وسله والې ډلې فعالیت لري او د دوی د ارزونو له مخې القاعده غواړي له دې ځایه د سیمي او نړۍ هېوادونو ته خپل نفوذ زیات کړي.

د امنیت شورا راپور  یوه برخه:« د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د ارزونې له مخې افغانستان لا هم په نړیواله کچه د ترهګرو ډلو تر ټولو خوندي ځای یادیږي. دا مهال لا هم شااوخوا  ۲۰ ترهګرې ډلې په دې هېواد کې فعالیتونه کوي. ارزونه دا ده چې دغه ډلې غواړي له دې ځایه خپل نفوذ د سیمې او نړۍ هېوادنو ته وغځوي.»

خو څو اونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن بیا د ترهرګرو ډلو پر وړاندې د اسلامي امارت غوڅ دریځ ستایلی وه او له دې ډلې سره د سرپرست حکومت مبارزه يې بریالۍ بللې وه.

د نظر خاوندان په افغانستان کې د ترهګرۍ په تړاو د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د نظرونو پاشلتیا او د دریځونو کاواکي د اذهانو د مغشوشولو په مانا بولي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا راپور رد کړی دی.

مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:« د امنیت شورا هغه راپور حقیقت نه لري چې په کې ادعا شوې اسلامي امارت له القاعدې سره اړیکې لري. د القاعدې تنظیم اوس په افغانستان کې هېڅ ډول شتون نه لري، په دې اړه راپورونه ناسم دي. اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد د امنیت پر ضد وکاروي.»

اسلامي امارت په کراتو ویلي، په افغانستان کې هېڅ وسلواله ډله شتون نه لري او دوحې تړون له مخې هېچاته اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د چا پر ضد وکارول شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist