Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان ته راغلي بهرني سیلانیان له امنیت خوښ دي

افغانستان ته راغلي بهرني سیلانیان له امنیت خوښ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/12

په دې وروستیو کې افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو پام زیات شوی او يو شمېر یې چې افغانستان ته راغلي، له بېلا بېلو ولایتونو يې لېدنه کړې.

یوه اسټرالیایۍ سیلانۍ چې په لومړي ځل افغانستان ته راغلې، د بامیان او بلخ په ګډون یې له يو شمېر ولايتونو لېدنه کړې او د خپل سفر په اړه خوښي څرګندوي.

دغه سېلانۍ وایي، افغانستان ته د سفر پرمهال له هېڅ ستونزې سره نه ده مخ شوې او په دې سفر سره یې د افغانستان په اړه شته ټولې اندېښنې ختمې شوي دي.

اسټرالیایۍ سیلانۍ پاریس وايي:« زه له هېڅ کومې ستونزې سره مخ نه شوم او فکر کوم همدا اوس د سفر او له افغانستان څخه د لېدو لپاره تر ټولو غوره فرصت وه. هو! زه دلته ډېر ښه احساس کوم او ټولو خلکو را سره ښه چلن کړی. ما واقيعا له دې سفر خوند واخېست او که حقیقت ووایم په لومړي سر کې مې اندېښنه درلوده، خو په اصل کې دا زما د ژوند یو غوره سفر وه. د افغانستان په اړه دلته ډېر څه شته، نه یوازې خلک یې بلکې طبعيي ښکلا یې زړه راښکونکې ده او ما دلته ډېر ښه وخت تېر کړ.»

پاریس وایي، دنده یې دا ده چې افغانستان ته خلک د سفر لپاره وهڅوي. د هغې په خبره، افغانستان ته په سفر کولو سره ورته څرګنده شوې، چې په بهر کې د افغانستان په تړاو خپاره شوي مالومات منفي او بې ځایه دي.

پاریس زیاته کړه:« زه له یوه شرکت سره کار کوم او خلک دې ته هڅوم، چې افغانستان ته لاړ شي او موږ خپله خلک دلته راولو؛ ځکه افغانستان له هغه څه زیات دی، چې موږ يې په خبرونو کې وینو او په تړاو یې اوازې خپرې دي. موږ غواړو چې ټول خلک دا هر څه خپله وویني. نو زه له نورو غوښتنه کوم چې دلته راشي؛ ځکه موږ دا فرصت پیدا کړ، چې حقیقي افغانستان ووېنو. زه ډېره زیاته خوشحاله یم او دا چې زه دلته راتللی شم نو هر څوک کولی شي.»

دغه راز پاریس وایي، له ګڼو جګړو ځپلو هېوادونو یې لېدنه کړې خو افغانستان یوازېنی هېواد دی، چې د امن احساس یې په کې کړی دی.

پاریس وايي،  افغانستان ته تګ یې یو ارمان وه  او دا چې امن دی نو بیا به هم راشي.

هغې زیاته کړه:« هو! بلکل زه باور لرم او غواړم ووایم چې ما منځني ختیځ کې ډېر کار کړی او داسې سیمو کې مې کار کړی دی چې سخته جګړه په کې وه. له مالي څخه نیولې تر سوریې اوعراق پورې،  خو دلته راتګ راته یوه تجربه شوه او زه د نورو هېوادونو پرتله دلته زیات د آرامۍ احساس کوم. دلته په راتلو د حیرانتیا حس کوم ځکه یو ارمان او خوب مې په حقیقت بدل شو. زه د امن احساس کوم او غواړم بیا هم دلته راشم.»

د اسلامي امارت له واکمنیدو وروسته ګڼو هېوادونو افغانستان ته په خپلو اتباعو د سفر بندیزونه لګولي او یو شمېر ملکي بهرنیان د ناامنۍ په پلمه ووتل، خو بهرني سیلانیان د ناامنۍ په تړاو راپورونه حقیقت نه بولي او وایي، هر څوک په ډاډه زړه افغانستان ته سفر کولی شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist