Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ناټو له افغانستان سره خپلې ژمنې تازه کوي

admin by admin
2019/10/23

د ناټو دفاع وزیرانو په ناسته کې به په افغانستان کې په اړتیا و بحث وشي.

د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزیران سبا په بروکسل کې سره کیني، د نړۍ د نورو هېوادونو سربېره به افغانستان هم ددوی د بحث موضوع وي.

د ناټو سرمنشي چې رسنیو ته يې د ناټو سبا ورځې ناستې په اړه معلومات ورکول وویل، غونډه کې به د افغانستان په اړه یو ځل بیا هغه ژمنې تازه شي چې ترهګرۍ ضد مبارزې برخه کې شوي.

سټولټنبرګ د ننګرهار په هسکه مینه کې په مسجد برید ته په اشارې وویل، چې افغانستان کې به د دې ډلې د ځپلو په تړاو ډاډ ترلاسه کوي.

د ناټو سرمنشي، ینس سټولټنبرګ داسې وویل ((موږ به یو ځل بیا د افغانستان په اړه خپله ژمنه تازه کړو، چې دا هېواد به بیا د نړیوالو ترهګرو په خوندي ځای نه بدليږي))

د ناټو سرمنشي وایي، سبا وزیرانو ته ور په یاد کړي، چې افغانستان د دوی د داعش پر وړاندې د نړیوالې مبارزې برخه ده، چې باید ددغې ډلې د بشپړې ماتې ډاډ ترلاسه شي.

سټولټنبرګ وویل ((زه ټولو وزیرانو ته په افغانستان کې د اړتیاو په اړه معلومات ورکړم، هغه مرستي چې دوی کړي دي یا کوي، په نظامي او روزنیزه برخه کې، ځکه چې موږ باید دا په یاد راوړو چې افغانستان زموږ د داعش پر وړاندې د نړیوالې جګړې یوه برخه ده.))

سټولټنبرګ په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو د یوه خبریال پوښتنې ته په ځواب کې په ټاکنو کې پر شفافیت ټینګار وکړ.

ینس سټولټنبرګ زیاته کړه  ((شفافیت خورا مهم دی، اړتیا ده، چې د ټاکنو پروسه شفافه او خپلواکه وي، زه د افغان ځواکونو ستاینه کوم، چې په ښه شکل یې ټاکنې خوندي کړې.))

په دغه ناسته کې به د افغانستان سربېره په نورو برخو کې د ناټو په ماموریتونو، عملیاتو او ځانګړي ډول د سوریې په وضیعت بحث وشي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist