د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو د کډوالۍ نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې ناسته کې وویل، په تېرو دوه کلونو کې دوه میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي او شااوخوا دوه میلیونه هغه یې په کوردننه خپلو مېنو ته ستانه کړي دي.
د کډوالو او راستندېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني وايي:« د کډوالو ګړندی راتګ چې په تېرو دوو کلونو کې لږ تر لږه دوه میلیونه افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي. د کډوالو چارو وزارت تر خپلې وسې پورې دوی ( کډوال) خپلو مېنو استولي دي.»
اسلامي امارت وايي، په کور دننه یې د فرصتونو ترڅنګ بېرته راستندېدونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي او هڅه کوي چې له هېواده د کډوالۍ مخنیوی وکړي.
د ریاست الوزرا په پيغام کې له هغو هېوادونو مننه شوې چې افغان کډوالو ته یې لسیزې ځای ورکړی دی.
چارواکو له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې په خپلو هېوادونو کې افغان کډوالو ته بشري حقونو ته لاسرسي برخه کې همکاري وکړي.
د ریاست الوزرا دفتر استاز وايي:« اسلامي امارت هڅې پيل کړي دي چې له نورو هېوادونو د افغان کډوالو راتګ ته زمینه برابره کړي چې ډېر شمېر یې راستانه شوي.»
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني وايي، د بهرنیو سازمانونو او بنسټونو مرستو په ویش کې فساد کېږي او دغه ادارې دې له دوی سره په همکارۍ خپلې مرستې تر اړمنو ورسوي.
کډوالۍ نړیواله ورځ داسې مهال په افغانستان کې نمانځل کېږي، څه باندې ۷میلیونه افغانان په بهرنيو هېوادونو کې کډوال دي چې ډېری برخه یې ایران او پاکستان کې دي.
مسوولینو له مرستندویه بنسټونو او هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان او په ځانګړي توګه له کډوالو سره دې مرستې نه سیاسي کوي او دنړېوالو قوانینو پر بنسټ دې افغان کډوالو ته هم حقونه ورکړي.