Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د جون ۲۰مه د کډوالۍ نړیواله ورځ ده

د جون ۲۰مه د کډوالۍ نړیواله ورځ ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/21

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو د کډوالۍ نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې ناسته کې وویل، په تېرو دوه کلونو کې دوه میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي او شااوخوا دوه میلیونه هغه یې په کوردننه خپلو مېنو ته ستانه کړي دي.

د کډوالو او راستندېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني وايي:« د کډوالو ګړندی راتګ چې په تېرو دوو کلونو کې  لږ تر لږه دوه میلیونه افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي. د کډوالو چارو وزارت تر خپلې وسې پورې دوی ( کډوال) خپلو مېنو استولي دي.»  

اسلامي امارت وايي، په کور دننه یې د فرصتونو ترڅنګ بېرته راستندېدونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي او هڅه کوي چې له هېواده د کډوالۍ مخنیوی وکړي.

د ریاست الوزرا په پيغام کې له هغو هېوادونو مننه شوې چې افغان کډوالو ته یې لسیزې ځای ورکړی دی.

 چارواکو له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې په خپلو هېوادونو کې افغان کډوالو ته بشري حقونو ته لاسرسي برخه کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزرا دفتر استاز وايي:« اسلامي امارت هڅې پيل کړي دي چې له نورو هېوادونو د افغان کډوالو راتګ ته زمینه برابره کړي چې ډېر شمېر یې راستانه شوي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني وايي، د بهرنیو سازمانونو او بنسټونو مرستو په ویش کې فساد کېږي او دغه ادارې دې له دوی سره په همکارۍ خپلې مرستې تر اړمنو ورسوي.

کډوالۍ نړیواله ورځ داسې مهال په افغانستان کې نمانځل کېږي، څه باندې ۷میلیونه افغانان په بهرنيو هېوادونو کې کډوال دي چې ډېری برخه یې ایران او پاکستان کې دي.

مسوولینو له مرستندویه بنسټونو او هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان او په ځانګړي توګه له کډوالو سره دې مرستې نه سیاسي کوي او دنړېوالو قوانینو پر بنسټ دې افغان کډوالو ته هم حقونه ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist