Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

روسیه غواړي طالبان په خپل څنګ کې وساتي

admin by admin
2019/10/13

تمه کېږي چې مسکو کې د افغان سولې په اړه د امریکا ، روسیې، چین او پاکستان څلور اړخیزه ناسته جوړه شي.

مسکو ته د طالبانو له ورتګ وروسته اوس ټاکل شوې څلور سره هېوادونه چین ،امریکا ،روسیه او پاکستان د افغان سولې پر سر خبرو ته کېني، هغه ناسته چې ټاکل شوې د راتلونکي اوونۍ په پيل کې مسکو کې جوړه شي.

روسې طالبانو سره د امریکا له ناکامه خبرو وروسته په ټینګار سره وویل چې دوی به د خبرو د بیا پیل لپاره خپلو هڅو او ملاتړ ته دوام ورکړي، اوس باور کېږي چې روسیه غواړي په دې سره طالبان له لاسه ور نه کړي.

د پوهنتون استاد خالد سادات داسې وویل (( روسیه په ټوله کې غواړي په طالبانو باندې کنټرول ولري هم د سولې خبرو کې او هم په جګړه کې، د جګړې بحث جلا دی خو اوس روسیه غواړي د سولې خبرو کې له طالبانو د یوې کتلې په توګه ګټه واخلي.))

څه موده وړاندې طالبانو روسې ته خپل سفر بریالی بللی و چې مسکو له امریکا سره د خبرو په برخه کې د طالبانو له دریځ ننګه کړې ده.

افغان حکومت او طالبانو د ناستې په اړه تازه څه نه دي ویلي، خو باور کېږي چې دا ناسته به د سولې درېدلی بهیر بیا پیل کړي او بل پلو به د باور جوړونې لپاره ښه پایله ولري.

په افغان سولې هغه هېوادونه خبرو ته کېني چې د دوی د جګړې د نیابت له امله لویه قرباني افغانان ورکوي.

د حکومت سیاسي او وسلوال مخالفین هم له دې غوره ګڼي چې بهرنیو هېوادونو سره افغانستان کې د جګړې حل لپاره یوه لار پیداکړي.

د ولسي جرګې غړی اسدالله شهباز داسې وايي (( هر هغه افغان چې ځان سیاسیون بولي، که هغوی د حکومت په راس کې دی او که له حکومت بهر او همدا شان طالبانو ته هم په کار ده چې د یو مسلمان او افغان په صفت له جګړې لاس واخلي او ټول په ګډه د سولې لپاره کار وکړي.))

اوس به ولیدل شي چې د افغان سولې پرسر درېدلې خبرې بیا پیلږي په داسې حال کې چې ټاکنې شوي او پایلو ته یې د خلکو انتظار پای ته نه دی رسېدلی.

ټاکنې د سولې په برخه کې یو خنډ یادیده چې له مخې لرې شوې او سوله چې باور کېده له ټاکنو وړاندې پایله ورکوي یو ناسمه وړاندوینه ثابته شوه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist