Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشریزې ټاکنې؛ ‘۳۷۳۶ مرکزونو کې کابو دوو میلیونو کسانو رایې ورکړې’

admin by admin
2019/09/28

د افغانستان د ټاکنو کميسيون وايي د داېیو په  ۳۷۳۶ مرکزونو کې د لومړنیو شمېرو له مخې نژدې ۲.۲ ميليونو کسانو په رایه اچوونه کې ګډون کړی دی. 

د ټاکنو کمېسیون ویلي، د پاتې مرکزونو د شمېرو په ور زیاتولو به د رايو ورکوونکو ټولیز شمېر وروسته معلوم شي.

د ټاکنو کمېسیون وايي، دغه مالومات تخمیني دي چې د ټلیفون او راپورونو په اساس له محلونو، مرکزونو او ولایتي ریاستونو څخه تر لاسه شوي دي.

د  ټاکنو بهیر شنبه سهار ۷ بجې پيل شو او هر مرکز ته په لسګونو کسان په کتارونو کې ولاړ دي او د رای ورکولو لپاره راغلي دي.

ولسمشر غني او اجرایه رییس عبدالله عبدلله  هم په کابل کې رایه وکاروله او له روان بهیر یې رضایت وښود.

د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمد الله محب په ولسمشریزو ټاکنو کې له رای ورکولو وروسته وویل، افغانانو هغه کسان وغندل چې ټاکنې یې نه غوښتې.

محب په خلکو غږ وکړ چې د خپل حق د ساتنې لپاره په ټاکنو کې ګډون وکړي.

د رای ورکوونکې پرمهال یو لړ تخنیکي ستونزې بیا هم تکرار شوې، خود ټاکنو کمسیون وايي، هغه کسان چې نومونه یې نوملړ کې نه وي رایه کارولی شي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون کمیشنر مولانا عبدالله وویل، د هغو کسانو نومونه چې د رایه ورکوونکو په فهرست کې وي خو د بایومټریک په دستګاه کې ثبت شوي نه وي په هماغه محل کې خپله رایه کارولی شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د څلور زره نهه سوه دوه څلویښت مرکزونو ډاډ ورکړل شوی و چې له دې شمیرې په څلور زره درې سوه اته دیرش مرکزونو کې ستونزه نه وه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مالوماتو له مخې په څلور سوه اتلس  مرکزونو کې امنیتي او تخنیکي ستونزې وې.

دغه څلور سوه اتلس مرکزونه په بدخشان، کندز او بغلان ولایتونو کې دي چې د ټاکنو کمېسیون د چارواکو په وینا ور  سره تماس نه دی نیول شوی.

د مالومات له مخې د ټاکنو لپاره نهه میلیونه کسانو نوم لیکنه کړې، چې ښايي درې میلیونه یې له رای ورکولو بې برخي شي.

کمیسیون وايي، د ښځينه رای ورکوونکو د عکس اخیستو پریکړه یې د ټاکنو د شفافیت لپاره کړې، خو دغه پریکړه له نیوکو سره مل ده چې په ټاکنو کې به د ښځو ګډون کم کړي.

د کابل سربیره په ولایتونو کې هم خلک ډلې ډلې د رای محلونو ته ور روان دي او د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکوي.

وسله والو طالبانو ټاکنې ننګولي خو تر اوسه داسې کومه پیښه نه ده شوې، چې د رای ورکوونکو مخه دې ونیول شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist