Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیګار: افغانستان لا هم  نړۍ کې د مخدره توکو ستر تولېدونکی هېواد دی

سیګار: د ښځو په اړه پرېکړو بشري مرستې اغېزمنې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/06

که له یوې خوا په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې څرګندېږي،خو بل خوا ځینو پرېکړو دغه مرستې بیا مشروطې کړې دي.

د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا څار ادارې (سیګار) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي،په ځینو غېر دولتي ادارو کې په ګړنۍ بڼه ښځو ته د کار اجازه ورکړل شوې،خو لا هم ورته ادارو کې د ښځینه کارکوونکو ګومارنې  له ننګونو سره مخ دي.

سیګار زیاته کړې:«  که څه هم طالبانو په ځینو غیر دولتي ادارو کې ښځو ته په ګړنۍ بڼه د کار اجازه ورکړې،خو د موندنو له مخې، په ځینو ادارو کې د ښځینه وو په ګومارلو کې له ننګونو سره مخ دي.»


د راپورونو له مخې، څه باندې ۲۰میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري،خو مرستندویه ادارې بیا په کراتو د بسپنې د کمښت خبرداری ورکړی دی.

سیګار وايي، د  ښځو په اړه ځینو پرېکړو د مېندو او ماشومانو ژوند هم خطر سره مخ  کړی دی، ځکه پرښځو محدودیتونه دوی له منظم او اړتیا وړ روغتیايي اسانتیاو بې برخې کوي.

سیګار زیاتوي:«  پر ښځو بندیزونه د مېندو او ماشومانو د ناروغۍ او مړینې د زیاتوالي لامل کېږي، ځکه دوی نه شي کولی په داسې حال کې ښه پالنه ترلاسه کړي او منظم روغتیايي اسانتیاوې ورته ورسېږي.»


 د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا  د ښځو په  اړه پرېکړو ته په اشارې وايي، سرپرست حکومت یې له نړۍ سره په مشروط تعامل اړی کړی او نړیوال په داسې حال کې له افغانستان سره مرستو ته زړه نا زړه شوي.


د نړیوالو سازمانونو  د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې  د څه باندې ۸ میلیونه ماشومانو په ګډون ۱۷.۶میلیونه خلک روغتیايي مرستو ته اړتیا لري، څه باندې ۱۳میلیونه خلک بیا په هغو سیمو کې ژوند کوي، چې لومړنيو روغتیايي اسانتیاوو ته په کې لاسرسی په نشت سره حساب دی.


کارپوهان په دې اند دي، چې د  ښځو په اړه د سرپرست حکومت پرېکړو دوام به بشري مرستو ترڅنګ سیاسي بې باروي نوره هم زیاته کړي، چې بیه به یې میلیونونه افغانان پرې کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist