Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 پټېل: له افغانانو سره مو مرستې دوامداره دي

 پټېل: له افغانانو سره مو مرستې دوامداره دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/17

پر اسلامي امارت د روانو سیاسي او اقتصادي بندیزونو سرچینه که څه هم امریکا ده،خو د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت ویاند ویډانټ پټېل د یوه خبري کنفرانس پر مهال بیا ویلي، له افغانانو سره لا هم تر ټولو دېرې مرستې دوی کوي او له افغانانو دوامداره ملاتړ ته کلک ژمن دي.


پټېل ویلي، افغانستان کې پر ښځو او نجونو بندیزونو ته اندېښمن دي او په خبره یې چې له ښځو پرته د افغانستان ټولنه پرمختګ نه شي کولی.

پټېل زیاته کړې:« د افغانستان د خلکو پر وړاندې زموږ ژمنتیا نه یوازې دا چې غښتلې ده، بلکې دوامداره  هم ده.  امریکا لا هم یوازینی ستر هېواد دی، چې له افغانستان سره یې تر ټولو ډېرې بشري مرستې کړي دی. موږ افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو نقض په اړه ځانګړې توګه د ښځو حقونو نقض په اړه خبرې کړي دي. موږ په ټینګار سره وایو، کله چې د افغانانو نیمایي نفوس شاته پاتې دی، دوی به څنګه پرمختګ وکړي؟ نو موږ به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو.»


پټېل ویلي، دوی اړمنو افغانانو ته خپلې بشري مرستې د ملګرو ملتونو اړونده ادارو او انجوګانو په مرسته رسوي.

هغه زیاته کړې:« موږ د ملګرو متلونو ادارو او انجو ګانو سره خبرې کوو،چې د دې ډاډ ترلاسه کړو، چې زموږ بشري مرستې اړمنو  افغانانو ته رسیږي. موږ سیمه کې له متخصصینو سره او هغو سازمانونو سره کار کوو، چې په دې برخه کې تجربه لري، ترڅو د خپلو مرستو د رسېدو ډاډ ترلاسه کړو.»


ویډانټ پټېل د امریکا او قطر بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د ټیلیفوني اړیکې په اړه چې افغانستان ته له سفر وروسته شوې، که څه هم جزئیات یې ورنه کړل، خو ویې ویل چې د افغانستان په مسایلو کې له قطر سره د دوی تعامل او اړیکې خورا مهمې دي.

پټېل زیاتوي:« موږ د افغانستان په موضوع کې د قطر له همکاریو مننه کوو، چې په ډېرو برخو کې یې کړي دي. دوی افغانستان کې نه یوازې زموږ کونسلي خدمات پر مخ وړي،  بلکې زموږ د هېوادوالو امنیت یې هم ساتلی دی. زموږ مشران له قطري چارواکو سره په مکررو خبرو بوخت دي، ترڅو د افغانستان مسایلو ته د حل لارې پیدا کړي. قطر د اسلامي همکاریو سازمان یو مهم غړی دی او د افغانستان په مساله کې ورسره ښکېل پاتې کېدل ګټور ګام دی.»


د امریکا دا څرګندونې داسې مهال دي،چې اسلامي امارت ویلي، پر افغانانو د فشار ګزینې کارنده نه دي او د امریکا په ګډون یې له ټولو هېوادونو غوښتي  دي، چې له دوی سره دې تعامل وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist