Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سرچینه: په هند کې د افغاستان سفارت کې اختلافات رامنځته شوي

سرچینه: په هند کې د افغاستان سفارت کې اختلافات رامنځته شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/16

د هند په نوي ډهلي کې د افغانستان مقيم سفارت یوې سرچينې شمشاد ټلوېزیون ته په دې سفارت کې وروستي رامنځته شوي اختلافونه تائيد کړي دي.

سرچینه زیاتوي،چې  په نوي ډهلي کې د افغانستان سفير فرید ماموندزی څو ورځې وړاندې بريتانيا ته د خپلې کورنۍ لیدنې په موخه په سفر تللی وه، چې د سرچينې په خبره د سفارت مطبوعاتي سلاکار قادرشاه بیا د ايمېل له لارې دا جریان د افغانستان بهرنيو چارو له وزارت شریک کړی و او د نوموړي سفر يې له سفارته تېښته ياده کړې وه.


 د سرچينې د مالوماتو له مخې، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم د قادرشاه د ایمېل په ځواب کې د چارو د نه ټکني کېدو په موخه، نوموړی د شارژدافېر په توګه ټاکلی وه، خو دا چې فريد ماموندزی د هند د بهرنيو چارو وزارت له لوري د سفارت له وضعيت خبرېږي، نوي ډهلي ته راځي او په سفارت کې د تېر په څېر خپل کار ته دوام ورکوي.

سرچینه زیاتوي:« ماموندزی  د خپلو بچيانو د ليدنې لپاره لندن ته تللی وه  او قادرشاه چې په سفارت کې مطبوعاتي سلاکار دی، کابل ته يې ايمېل کړی وه، چې ماموندزی له سفارته تښتېدلی دی. کابل کې د بهرنيو چارو وزارت څخه په ايمېل کې قادرشاه ته ويل شوي وو، چې د شارژدافېر په توګه د سفارت چاري سمبال کړي او نوموړي بيا دا ايمېل د هند د بهرنیو چارو وزارت ته وړی وه. کله چې د هند بهرنيو چارو وزارت له فريد ماموندزي سره اړیکه نيسي، نو هغه سم‌لاسي له لندن نوي ډهلي ته راځي او سفارت کې خپل کار پيل کوي او له هغې تر اوسه قادرشاه سفارت پرېښی او بېرته نه دی راغلی.»


په ورته وخت کې په هند کې د افغانستان سفير فرید مامودزی هم د سرچینې دا جريان تائیدوي او شمشاد ته یې په لېږلي وېډيویي کليپ کې وايي، د افغانستان او هند تاريخي ډيپلوماټيکو اړیکو ته په پام سره به د هند حکومت د قادرشاه په اړه چې دا مهال په سفارت کې دنده نه لري، تصميم ونيسي.


ځينو رسنيو هم په قطر کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر مشر سهيل شاهين له قوله ويلي، چې ګواکې د افغانستان سرپرست حکومت قادرشاه هند کې د سفارت د شاژردافېر په توګه ټاکلی دی.


بل خوا په هند کې د افغانستان سفارت په یوه تازه اعلامیه کې چې ظاهرا یې اشاره قادرشاه ته ده، د شارژدافېر په توګه د کوم چا ګومارل کېدل رد کړي دي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« هغه کس چې د طالبانو له لوري د شارژدافېر په توګه د ټاکل کېدو ادعا يې کړې، د سفارت د مسوولانو پر وړاندې د ناسمو مالوماتو د خپرولو، د نه ملاحظې وړ کمپاين کولو او د هغو ادعاوو په اړه مسوول دی، چې  له ځانه يې د فساد په اړه کړي.»


شمشاد د دې مسلې په اړه د اسلامي امارت له وياندويانو سره اړيکه وکړه،خو مالومات يې شريک نه کړل.

قادرشاه چې په دې مسئله کې د بې ځايه ادعا کولو او ناسمو مالوماتو په ورکولو تورن شوی، هڅه مو وکړه،چې نظر يې واخلو، خو زموږ اړيکې يې ځواب نه کړې.

 له دې وړاندې په هند کې د افغانستان سفارت ويلي ول، چې د رسنيو په اړه په دې اړه خپاره شوي راپورونه يوازې اوازې دي او ډاډ یې ورکړی وه، چې په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفارت کارونه په نورماله توګه دوام لري.

شریک یې کرئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist