د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د دې هېواد په شمول د افغانستان او چين ترمنځ درې اړخېزه ناسته پای ته ورسېده.

دې ناستې ته که څه هم تمې ډېرې وې،خو د تیر په څير بیا هم اندېښنې او غوښتنې په کې مطرح شوې.

د اسلامي امارت بهرنيو چارو وزارت پرخپله ټويټر پاڼه ليکلي، له دې ناستې وړاندې سرپرست وزیر مولوي امير خان متقي د چين د بهرنيو چارو له وزیر کين ګانګ سره په يو لړ مهمو موضوعاتو خبرې کړي دي.

یاد وزارت زیاته کړې:« اسلام آباد کې د افغانستان او چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته ترسره شوه، چې په کې پر یو شمیر مهمو سیاسي، تجارتي، اقتصادي، ټرانزیټي او دوه اړخیزو مسائیلو خبرې اترې وشوې.»

د بهرنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې په درې اړخېزه ناسته کې د درې واړو لورو ترمنځ په سياسي، امنيتي او اقتصادي برخو د ګډې همکارۍ په رامنځته کولو هم بحث شوی دی.

ددې ناستې وروسته مولوي امیرخان متقي د پاکستان هېواد د يوشمير سياسي ګوندونو استازو سره کتلي او د ولسونو ترمنځ پر نږدېوالې او د تګ راتګ لپاره د پوره زمينې په برابرولو يې ټينګار کړی دی.

بهرنيو چارو وزارت:« د سياسي ګوندونو استازو سره په ناسته کې د افغانستان او پاکستان پر ګڼو دوه اړخېزو مشترکاتو، سیاسي،تجارتي، ټرانزیټي او اقتصادي ګټو خبرې وشوې. دغه راز د ناستې ګډنوالو د دواړو حکومتونو او ولسونو ترمنځ پر نږدېوالی او په ازادنه ډول د تګ راتګ د زمينې په برابرولو يې ټنګار وکړ.»

د کتونو په لړ کې سرپرست وزیر د ياد هيواد بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره له سیاسې اړيکو سربېره په سوداګريزه برخه کې افغان پانګوالو ته د لازمو اسانتیاو پر رامنځته کولو خبرې هم اترې کړي.

بهرنيو چارو وزارت:« دغه ناسته کې د افغانستان او پاکستان پر اړوندو سياسي،اقتصادي ،تجارتي، ټرانزيټي اړیکو او په یادو برخو کې د اړینو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه هر اړخيزې خبرې وشوې، دغه راز په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او سوداګرو په اسانه تګ راتګ هم خبرې اترې شوې دي.»

بهرنيو چارو سرپرست وزیر دغه راز د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال عاصم منیر سره په لېدنه کې پر سيمه ییز امنيت او د افغان ګډوالو پر وړاندې د شته ستونزو پر حل ټينګار کړی دی.

بهرنيو چارو وزارت :« مولوي امير خان متقي او د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منير د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سيمه ييز امنيت او افغان کډوالو پر وړاندې د شته ستونزو په تړاو خبرې کړې دي.»

په ورته وخت کې د پاکستان او چين بهرنيو چارو وزيرانو په لېدنه کې باثباته افغانستان د سيمي د ټولنیز،اقتصادي پرمختګ او سيمه ییز اتصال لپاره اړين بللی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې یوه برخه:« د ناستې پر مهال په دې باندې ټینګار وشو،چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ، سيمه ییز اتصال او هوساینې لپاره حیاتي او اړین دی. دواړو لورو پر ټولو ښکېلو اړخونو غږ وکړ،چې د یوه سوله ییز، باثباته، سوکاله او متحد افغانستان لپاره په ګډه کار او له ترهګرۍ سره په کلکه مبارزه وکړي. په ناسته کې د افغانستان د کنګل شویو مالي شتمنیو د خوشي کولو ترڅنګ له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر دوامداره مرستو او ملاتړ ټینګار وشو.»

افغان پلاوی د مولوي امیرخان متقي پر مشري پاکستان کې له چینايي او پاکستانی لوریو سره په کتنه کې د سیمې په اقتصادي، امنیتي او ترانزیټي موضوعاتو خبرې کړي او ټولو اړخونو په ګډه د کار ژمنې کړي.
/*! elementor - v3.11.5 - 14-03-2023 */ .elementor-heading-title{padding:0;margin:0;line-height:1}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title[class*=elementor-size-]>a{color:inherit;font-size:inherit;line-height:inherit}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-small{font-size:15px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-medium{font-size:19px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-large{font-size:29px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xl{font-size:39px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xxl{font-size:59px}
شریک یې کړئ