Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان  پاکستان او چين ترمنځ درې اړخېزه ناسته پای ته ورسېده

د افغانستان  پاکستان او چين ترمنځ درې اړخېزه ناسته پای ته ورسېده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/08

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د دې هېواد په شمول د افغانستان او چين ترمنځ درې اړخېزه ناسته پای ته ورسېده.

دې ناستې ته که څه هم تمې ډېرې وې،خو د تیر په څير بیا هم اندېښنې او غوښتنې په کې مطرح شوې.


د اسلامي امارت بهرنيو چارو وزارت پرخپله ټويټر پاڼه ليکلي، له دې ناستې وړاندې سرپرست وزیر مولوي امير خان متقي د چين د بهرنيو چارو له وزیر کين  ګانګ سره په يو لړ مهمو موضوعاتو خبرې کړي دي.

یاد وزارت زیاته کړې:« اسلام آباد کې د افغانستان او چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته ترسره شوه، چې په کې پر یو شمیر مهمو سیاسي، تجارتي، اقتصادي، ټرانزیټي او دوه اړخیزو مسائیلو خبرې اترې وشوې.»


د بهرنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې په درې اړخېزه ناسته کې د درې واړو لورو ترمنځ په سياسي، امنيتي او اقتصادي برخو د ګډې همکارۍ په رامنځته کولو هم بحث شوی دی.

ددې ناستې وروسته مولوي امیرخان متقي د پاکستان هېواد د يوشمير سياسي ګوندونو استازو سره کتلي او د ولسونو ترمنځ پر نږدېوالې او د تګ راتګ لپاره د پوره زمينې په برابرولو يې ټينګار کړی دی.

بهرنيو چارو وزارت:« د سياسي ګوندونو استازو سره په ناسته کې د افغانستان او پاکستان پر ګڼو دوه اړخېزو مشترکاتو، سیاسي،تجارتي، ټرانزیټي او اقتصادي ګټو خبرې وشوې.  دغه راز د ناستې  ګډنوالو د دواړو حکومتونو او ولسونو ترمنځ پر نږدېوالی او په ازادنه ډول د تګ راتګ د زمينې په برابرولو يې ټنګار وکړ.»

 

د کتونو په لړ کې سرپرست وزیر د ياد هيواد بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره له سیاسې اړيکو سربېره په سوداګريزه برخه کې افغان پانګوالو ته  د لازمو اسانتیاو پر رامنځته کولو خبرې هم  اترې کړي.

بهرنيو چارو وزارت:« دغه ناسته کې د افغانستان او پاکستان پر اړوندو سياسي،اقتصادي ،تجارتي، ټرانزيټي اړیکو او په یادو برخو کې د اړینو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه هر اړخيزې خبرې وشوې، دغه راز په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او سوداګرو په اسانه تګ راتګ هم خبرې اترې شوې دي.»


بهرنيو چارو سرپرست وزیر دغه راز د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال عاصم منیر سره په لېدنه کې پر سيمه ییز امنيت او د افغان ګډوالو پر وړاندې د شته ستونزو پر حل ټينګار کړی دی.

بهرنيو چارو وزارت :« مولوي امير خان متقي او د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منير د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سيمه‌ ييز امنيت او افغان کډوالو پر وړاندې د شته ستونزو په تړاو خبرې کړې دي.»


په ورته وخت کې د پاکستان او چين بهرنيو چارو وزيرانو په لېدنه کې باثباته افغانستان د سيمي د ټولنیز،اقتصادي پرمختګ او سيمه ییز اتصال لپاره اړين بللی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې یوه برخه:« د ناستې پر مهال په دې باندې ټینګار وشو،چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د ټولنیز  او اقتصادي پرمختګ، سيمه ییز اتصال او هوساینې لپاره حیاتي او اړین دی. دواړو لورو پر ټولو ښکېلو اړخونو غږ وکړ،چې د یوه سوله ییز، باثباته، سوکاله او متحد افغانستان لپاره په ګډه کار او له ترهګرۍ سره په کلکه مبارزه وکړي. په ناسته کې د افغانستان د کنګل شویو مالي شتمنیو د خوشي کولو ترڅنګ له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر دوامداره مرستو او ملاتړ ټینګار وشو.»


افغان پلاوی د مولوي امیرخان متقي پر مشري پاکستان کې له چینايي او پاکستانی لوریو سره په کتنه کې د سیمې په اقتصادي، امنیتي او ترانزیټي موضوعاتو خبرې کړي او ټولو اړخونو په ګډه  د کار ژمنې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist