Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان سوله؛ د امریکا نیت او اراده لا هم طالبانو ته سمه نه ښکاري

admin by admin
2019/08/08

د طالبانو له لوري رسنیو ته په استول شوي اختریز پیغام کې د طالبانو مشر، هبة الله اخندزاده ویلي،، د سولې په تړاو د امریکا سیاسي او نظامي چارواکو متضادې څرګندونې د سولې په تړاو اندېښنې او د امریکا پر دریځ شک پیدا کوي

طالبانوهمداراز ویلي،  په سیاسي ډګر کې یې په نړیواله او سیمه ییزه کچه اړیکې پراخه شوي دي.

په دغه اختریز پیغام کې همدارار راغلي چې په کور د ننه یې هم له سیاسي لوریو او ګڼو سیاسي شخصیتونو سره د راتلونکې په  اړه خبرو رغنده پرمختګ کړی .

په دې اختریز پیغام کې همداراز پر ټولو طالبانو غږ شوی چې د اختر په ورځو کې د اولس هوساینې، خدمت او خوندیتوب ته پوره پاملرنه وکړي.

ازبکستان ته د طالبانو سفر

ټاکل شوې چې نن به د طالبانو دسیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ازبکستاني چارواکو سره وګوري.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې د ملا برادر په مشرۍ دغه پلاوی د چهارشنبې په ورځ تاشکند ته ورسېد او نن پنجشنبه به له ازبک چارواکو سره وګوري.

سهیل شاهین تر دې وړاندې په یوه بل پیغام کې لیکلي وو چې په قطر کې د امریکا او طالبانو تخنیکي ټیمونه د سولې خبرو پر تخنیکې جزیاتو کار ته دوام ورکوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سولې د خبرو د اتم پړاو په درېیمه ورځ له قطره د هند پر لور ولاړ، څو د ده په وینا، د افغانستان د سولې په اړه له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.

له دې سره ناټو وايي، امریکا او ناټو په افغانستان کې تر بل هر وخت د سولې هوکړې ته نږدې شوي دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د اسټرالیا د سډني په یو انسټیټیوټ کې ویلي، د ناټو متحدین په افغانستان کې سولې ته نږدي شوي، خو نه شي ویلی چې کله به هوکړې ته ورسېږي.

سټولټنبرګ زیاته کړې چې د هوکړې په تړاو ځکه څه نه شي ویلی چې مذاکرات سخت دي.

هغه همدا راز ویلي چې افغانستان ته د ناټو د تګ موخه دا وه چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو لپاره په یو خوندي ځای بدل نه شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist