Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
وېسټ: د دوحې ناسته کې ډېر تمرکز د افغانانو ترمنځ پر سياسي خبرو و

 وېسټ: د افغانستان ستونزې حل لپاره باید د افغانانو ترمنځ خبرې وشي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/07

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ویلي، د افغانستان کې د روانې ستونزې د حل لپاره باید د افغانانو بېلابېلو لورو ترمنځ خپلمنځي خبرې وشي.


د وېسټ له دې څرګندونو وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزارت د وضاحت په توګه ویلي، دا خبرې باید د مدني ټولنو استازو او نورو افغان لورو سره وشي.

د یاد وزارت ویاند ویدانټ پټېل وايي، افغانستان کې ترهګري، د ټولشموله حکومت نشتون او د ښځو حقونه نه تامین لا هم د اندېښنې وړ ټکي دي.

هغه زیاته کړې:«د مدني ټولنې له استازو او نورو افغانانو سره د طالبانو خبرې اړینې دي. د طالبانو په رسمیت پیژندل، هغوی ته مشروعیت ورکول او ملاتړ کول د هغوی پر کړنو او پریکړو پورې تړلي موضوعات دي او طالبان باید لومړی په کوردننه مشروعیت ترلاسه کړي. د طالبانو په اړه پریکړې د هغو کړنو پورې تړلي دي،چې دوی یې په کوردننه کوي. موږ به په دې تړاو له خپلو متحدینو سره اندېښنو شریک کولو ته دوام ورکړو.»


اسلامي امارت که څه هم دې خبرو ته تازه غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې له افغان لورو سره خبرې نفي کړې وې او استدلال دا کوي،چې زړې څېرې ناکامې او آزمایل شوې هغه دي او په هېڅ صورت له بهره د افغانانو استازیتوب نه شي کولی.


د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدانټ پټېل د  دوحې غونډې په اړه هم ویلي،چې په هېڅ صورت د اسلامي امارت د رسمیت پیژندلو لپاره نه وه جوړه شوې.

هغه زیاتوي:« لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي، له طالبانو سره د هر ډول رسمي تعامل پر وړاندې باید هغه موضوعات حل شي،چې د افغانانو ژوند یې په کړاو کې اچولی دی،چې په هغوی کې د افغانستان دننه د ترهګرو ډلو حضور، د ټولشموله حکومت نشتون او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته نه درناوی دی. نو د دوحې غونډه د طالبان په رسمیت پیژندلو په اړه نه بلکې له افغانستان خلکو سره د مرستې په موخه د یوه نړیوال ګډ دریځ رامنځته کولو په موخه وه.»


 د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې باور دي،چې اسلامي امارت باید د ستونزو د حل په موخه له هغو افغانانو سره خبرې وکړي،چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې لاسونه په فساد او غلاوو نه دي ککړ.


د لویدیځ لخوا په افغانستان کې د ټول شموله حکومت نشتون، ترهګرو فعالیتونه او د بشري حقونو نقض ترڅنګ د بشري ناورین خبرې داسې مهال کیږي،چې اسلامي امارت دا ټولې څرګندونې د ادعاوو تر بریده بولي او وایي چې له حقیقت لرې دي.


اسلامي امارت ویلي،د افغانستان له خاورې چاته ګواښ نه دی پېښ شوی، حکومت یې ټولشموله دی، د ښځو اړوند مسایل یې کورني موضوعات دي او بشري ناورین هم دوی ته په میراث کې پاتې دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist