Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

زابل کې د ښوونکو معاشونه ځنډول شوي

admin by admin
2019/07/27

د زابل قومي مشران ګواښ کوي که د ښوونکو معاشونه ورنکړل شي ښوونځي به وتړي. 

زابل کې ښوونکو ته له تېرو لسو میاشتو راهیسې معاش نه دی ورکړل شوی.

د دغه ولایت قومي مشران ګواښ کوي، که د دغه ښوونکو معاشونه ورنه کړل شي، د معارف ریاست دروازې به وتړي.

د پوهنې ریاست مسوولين بیا وايي، د پوهنې په چارو کې د ځينو مشخصو کړیو لاسوهنو یې د ښوونکو معاشونه ځنډولي دي.

لس میاشتې کېږي، چې د دغه ولایت د ښوونځیو لپاره ټاکل شوي ښوونکي، له معاش پرته ښوونځيو ته د تدریس په موخه ځي.

د زابل قومي مشران وايي، که د ښوونکو معاشونه ور نه کړل شي، تازه پرانیستل شوي ښوونځي به هم بیرته وتړل شي.

قومي مشرانو محمد عمر خان اطرافي، ملا عبدالباري او ډاکټر عصمت بلوڅ داسې وویل (( د قومي مشرانو، سپين ږیرو او علماوو په مرسته تړل شوي ښوونځي پرانستل شول، خو اوس ښوونکو ته معاشونه نه ورکوي چې دا به یو وار بیا د ښوونځیو د تړلو لامل شي،،،، ډېرو معالمانو ته یې تنخواوې نه دي ورکړي لس میاشتې وشوې چې معاشونه یې نه دي اخستي دوی دومره وس هم نه لري چې د کور اړتیاوې پوره کړي.))

د ولایتي شورا غړي هم د ښوونکو د ځنډني معاشونو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، په مرکز کابل کې یو شمېر کړۍ نه پرېږدي، چې په ځينو ولایتونو کې پوهنیز بهیر وده وکړي.

د ولایتي شورا غړی مرتضي خان ناصري داسې وویل (( موږ ته ډېر ښوونکي راغلي چې دولت معاشونه نه ورکوي، دوی  اړ دي چې خپلې دندې پرېږدي.))

د پوهنې رییس نصرالله ذاهد د ښوونکو د معاش د ځنډ ستونزه مني، خو وايي، د پوهنې په بهیر کې د یو شمېر کړيو لاسوهنې د دې ستونزې اصلي لامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې میاشتې وړاندې تر ۱۸ کلني ځنډ وروسته د دغه ولایت په بېلابېلو سيمو کې ۱۰۰ ښوونځي چې د ناامنیو او امکاناتو د کمښت له امله تړل شوي وو، بیرته پرانیستل شول.

د پوهنې ریاست چارواکو ژمنه کړې وه، چې د غو ښوونځيو ته د ودانیو تر څنګ د کتاب، مسلکي ښوونکو او نورو اړتیاوو پوره کولو لپاره یې هڅې پیل کړي او ډېر ژر به یادې ستونزې حل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist